کابل (پژواک) – شنونکي په اسلاماباد کې د ایکو سازمان غونډې ته د افغانستان د نه بلل کېدو په اړه وایي، افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مهمه کړۍ ده او له ګډون پرته یې سیمهییز اقتصادي اتصال له ستونزو سره مخ کېدای شي؛ نړیوال بانک او ملګرو ملتونو هم تر دې مخکې د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه غونډه د لړم په ۲۴مه او ۲۵مه په اسلاماباد کې ترسره شوه، خو اسلاماباد د اسلامي امارت چارواکو ته په داسې حال کې بلنه نه وه ورکړې چې افغانستان د یاد سازمان له لسو رسمي غړو هېوادونو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وړمه ورځ وویل چې افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان په راتلونکې سرمشریزه کې، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په تهران کې جوړه شي، ګډون وکړي چې دا د سیمهییز اقتصادي پیوستون په برخه کې د افغانستان د ژمنتیا څرګندونه کوي.
هغه وایي چې له افغانستان پرته د اغېزناک سیمهییز اقتصادي پیوستون تصور له واقعیتونو لرې دی.
د اذربایجان «اېنیوز» هم د نومبر په ۱۶مه په یوه تحلیلي راپور کې د ایکو په غونډه کې د افغانستان نه ګډون د سیمهییز اقتصادي پیوستون پر وړاندې ننګونه بللې او پوښتنه یې کړې چې له افغانستان سره تړلې سیمهییزې ټرانسپورټي پروژې به د دغه هېواد د استازو له ګډون پرته څنګه پر مخ ولاړې شي.
د چارو شنونکي هم ورته څرګندونې کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیدعظیم عادل پژواک ته وویل، د پاکستان له لوري د ایکو سازمان غونډې ته د افغانستان نه بلل له اقتصادي پلوه مناسب اقدام نه دی؛ ځکه دا ډول سازمانونه باید د سیاسي اختلافونو پر ځای پر ګډو اقتصادي ګټو تمرکز وکړي.
هغه زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه د ګډو ترانزیټي لارو او بازارونو له لارې د اقتصادي همکاریو د پراختیا فرصتونه لري؛ نو د سیمهییزو اقتصادي همکاریو په پرېکړو کې د افغانستان نه ګډون د ټولو اړوندو هېوادونو پر اقتصادي فرصتونو منفي اغېز لرلای شي.
دغه راز د نړۍوال اړیکو کارپوه عبدالمالک راشد هم وایي چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال او ټرانزیټ په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
هغه وایي چې د افغانستان ګډون په سیمهییزو اقتصادي غونډو کې کولای شي د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
راشد زیاته کړه: «د ایکو سازمان اساسي موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا ده. په دې برخه کې د افغانستان ونډه مهمه ده، ځکه دغه هېواد د سیمې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو د ټینګښت لپاره مناسب موقعیت لري.»
دی وایي، د افغانستان له ګډون پرته د سیمهییز اتصال او ټرانزیټ په اړه پرېکړې ښایي له عملي ستونزو سره مخ شي او له همدې امله، د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده چې افغانستان په دا ډول غونډو او اقتصادي پروګرامونو کې فعاله ونډه ولري.
هغه دغه راز وایي، اقتصادي همکارۍ باید د سیاسي اختلافونو تر اغېز لاندې رانشي او د سیمې هېوادونه باید د ګډو اقتصادي ګټو پر بنسټ یو له بل سره تعامل وکړي.
د ده په خبره، د افغانستان ګډون نه یوازې د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور دی، بلکې د سیمې د سوداګرۍ، ثبات او اقتصادي پرمختګ په پیاوړتیا کې هم مثبت رول لوبولای شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی هم وایي، ایکو پر اقتصادي مسایلو تمرکز کوي او افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت او ترې تېرېدونکو ټرانزیټي او ټرانسپورټي لارو له امله د سیمې د هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي پله رول لري.
هغه وویل: «په داسې ناستو او مجلسونو کې چې اجنډا یې د سیمې اقتصادي جوړښتونه، سیمهییز اتصال، ټرانسپورټ او ټرانزیټ وي، خو افغانستان پکې ګډون ونه لري، زه فکر کوم چې دا ډول ناستې به مثبتې پایلې ونه لري؛ ځکه د افغانستان له ګډون پرته د پاکستان، هند، بنګلهدېش، ایران، تاجکستان او په ټوله کې د سیمې د اقتصادي وضعیت ښهوالی، د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او د اغېزناکو سیاستونو رامنځته کول ناشوني دي.»
د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان پر اهمیت نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم ټینګار کړی دی.
نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۵مه ویلي چې افغانستان د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ مرکزي نښلوونکې کړۍ ده او د افغانستان د برېښنا لېږد مزي تر بشپړېدو پرته دا پروژه نه شي فعالېدای.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۲ کال د جولای د ۱۱مې په پرېکړهلیک کې د منځنۍ او سوېلي اسیا په نښلولو کې د افغانستان د بالقوه رول اهمیت منلی او د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ او د سیمو ترمنځ په اقتصادي بهیرونو کې ادغام یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره مهم بللی دی.










