ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د ١٧،٥ ميليونه ډالرو په لګښت د يوه بند جوړېدو چارې پيل شوې

پکتيکا کې د ١٧،٥ ميليونه ډالرو په لګښت د يوه بند جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
14 Dec 2020 - 17:56
پکتيکا کې د ١٧،٥ ميليونه ډالرو په لګښت د يوه بند جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
14 Dec 2020 - 17:56

ښرنه (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ١٧،٥ ميليونه ډالرو په لګښت د اوبو د يوه بند (پلتو) د جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هېواد د اوبو د تنظيم ادارې رييس خان محمد تکل وويل چې د پلتو بند د جوړېدو چارې به د درېيو کلونو په اوږدو کې بشپړې شي.

هغه وويل چې په دغه بند ١٧،٥ ميليونه ډالر لګول کيږي چې د ماليي وزارت له لوري ورکول کيږي.

د نوموړي په وينا، د اوبو دغه بند ٣٠ متره لوړوالى لري چې د دغه ولايت ٢٥٠٠ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.

په ياده غونډه کې د ماليي وزارت مرستيال عبدالحبيب ځدراڼ وويل چې حکومت غواړي د دغه شان پروژو په ترسره کولو سره د هېواد اوبه مهار کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ پلان لرو چې په راتلوونکي کال کې هم په دغه ولايت روغتيايي مرکزونه، ښوونځي او نورې پروژې ترسره کړو.))

همدارنګه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازي هم د پلتو بند د پکتيکاوالو لپاره حياتي او مهمه پروژه وبلله او زياته يې کړه چې له دې سره به خلک له خپلو ځمکو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د پکتيکا اوسېدونکي ظاهرشاه هم د ياد بند پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د دې بند په جوړېدو سره به ددغه ولايت د مرکز او ځينو ولسواليو کرنيزې ځمکې خړوبې شي او خلک به له ځمکو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د يادونې ده چې د لومړي ځل لپاره په پکتيکا ولايت د اوبو د مهارولو دومره لوى بند جوړيږي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.