ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر له دوو زرو واوښته

په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر له دوو زرو واوښته

author avatar
15 Dec 2020 - 14:46
په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر له دوو زرو واوښته
author avatar
15 Dec 2020 - 14:46

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ١٤٥١ کسانو د کرونا ټسټونه شوي چې ٢٥٦ تنه يې مثبت دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په ٢٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٥١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٥٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٧٤٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٨ کسان په فراه، ٣٧ په کابل، ٣٢ په پنجشير، ٢٥ په بلخ، ٢٥ په کاپيسا، ١٧ په غور، ١٤ په کندهار، ١٢ په بغلان، ١١ په ننګرهار، نهه په پکتيا، اته په بادغيس، شپږ په لغمان، پنځه په اروزګان، درې په هرات، دوه په کونړ او يو-يو هم په سمنګان او جوزجان ولايتونو پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨٥٠٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٠١ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.