ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يو ځوان د تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

په کندوز کې يو ځوان د تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

کندوز ښار-جلال اباد (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په کندوز کې له درېيو اوونيو وروسته يو ځوان د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوى او په ننګرهار کې يو بل انسان تښتونکى په ١٣ کاله بند محکوم شوى دى.

د کندوز د والي وياند عمصت الله مرادي د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د سلمان په نوم یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص کړى دى.

هغه وايي: ((دغه ځوان ۲۱ ورځې وړاندې د کندوز له مرکز څخه انسان تښتوونکو تښتوولی و، چې تېره شپه ۸ بجې د ملي امنیت ځواکونو د کندوز مرکز اړوند د کابل بندر په سیمه کې د تلاشۍ پرمهال یوه ریکشا کې د درېیو شکمنو کسانو له منګولو را خلاص او خپلې کورنۍ ته يې تسلیم کړ.))

مرادي زياتوي چې خوشبختانه دغه ځوان ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی، خو درې شکمن کسان تر څېړنې لاندې دي او په دوی به په قاطعیت سره قانون تطبیق کړاى شي.

ده وويل:((د دغې بدې پېښې په لومړۍ ورځ د ولایتي ادارې مشرتابه د تښتول شوي ځوان کورنۍ ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی و.))

دغه راز د تښتول شوي ځوان پلار غلام صديق پژواک ته وويل چې د زوى په خوشې کېدو يې ډېر خوښ دى.

هغه زياته کړه: ((له امنيتي ځواکونو مننه کوم چې زما زوى يې صحي او سلامت بېرته ماته وسپاره.))

نوموړي له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې پر انسان تښتوونکو قانون په جدي ډول تطبيق کړي.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې يو انسان تښتوونکي په ١٣ کاله بند محکوم شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءلله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د ننګرهار استيناف محکمې د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې جرايمو ته د رسيدګۍ دېوان قضايي پلاوي د يوې علني غونډې په ترڅ کې يو تن د انسان تښتونې په قضيه کې په ۱۳ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

خوږياڼي زياتوي چې د تورن پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده کولای شي د تميز غوښتنه وکړي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.