ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قریشي: پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته هیله لري

قریشي: پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته هیله لري

author avatar
16 Dec 2020 - 21:14
قریشي: پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته هیله لري
author avatar
16 Dec 2020 - 21:14

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۹):  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیواد د افغان سولې پروسې د پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته هیله لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دغه څرګندونې نن د لیندۍ په ۲۶مه، په اسلام اباد کې د د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي سره تر لیدنې وروسته ددغه هیواد ملي تلویزیون سره د خبرو پر مهال کړې دي.

ملا برادر تیره شپه دیوه نهه کسییز پلاوي په مشرۍ چې پکې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم او نور غړي هم شامل وو، اسلام اباد ته رسیدلی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي وویل، هیواد یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند کولو ته هیله مندي لري، څو دسولې پروسه مخکې ولاړه شي.

هغه زیاته کړه، چې ددې هدف ترلاسه کولو لپاره د ټولو خواوو مسوولیت  دی چې د خپل اړخه اقدامات وکړي.
د قریشي په وینا، طالبانو سره د لیدنې پر مهال یې سولې ته د هغوی لیوالتیا درک کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو پلاوي په افغان سوله کې د پاکستان د هلو ځلو او هڅو اعتراف وکړ.

د نوموړي په وینا، شخړې نه یواځې افغانستان او پاکستان زیامن کړی، بلکې ټوله سیمه یې زیانمنه کړې او اوس د سولې لپاره یو تاریخي چانس رامنځته شوی چې باید ترې ګټه پورته شي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا برادر او قریشي په مشرۍ ددواړو لوریو ترمنځ نن د بهرنیو چارو وزارت کې رسمي لیدنه وشوه.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو لوریو دسولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو په تفصیل سره خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې لیدنې پر مهال قریشي یو خل بیا په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د هلو ځلو او همکاریو ډاډ ورکړ.

قریشي ددې لیدنې پر مهال په بین الافغاني مذاکراتو کې ددواړو لوریو ترمنځ پر طرز العمل د موافقې وکړ او دا یې ښه پرمختګ وباله.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.