ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د سولې ترسره شوو خبرو وضاحت لپاره مرکچي پلاوی ور غواړي

ولسي جرګه د سولې ترسره شوو خبرو وضاحت لپاره مرکچي پلاوی ور غواړي

author avatar
16 Dec 2020 - 16:00
ولسي جرګه د سولې ترسره شوو خبرو وضاحت لپاره مرکچي پلاوی ور غواړي
author avatar
16 Dec 2020 - 16:00

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ۹۹): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی بايد ور وغوښتل شي او د تېرو درېیو مياشتو بحثونو پايله دې له جرګې سره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له شاوخوا درېیو مياشتو بين الافغاني مذاکراتو وروسته دواړو لورو پر درېيو اوونيو رخصت موافقه وکړه.

د معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوى تېره شپه له قطره کابل ته را رسېدلى دی.

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني نن (د لېندۍ ٢٦مه) يادې جرګې ته وويل، راتلونکې اوونۍ به د پلاوي د مشر جرګې ته راغوښتل په اجنډا کې ونیول شي، څو پلاوی راشي او يادې جرګې ته د درې میاشتني بحثونو په تړاو وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې يوه غړي زلمي نوري هم وويل چې مرکچي پلاوی باید ولسي جرګې ته وغوښتل شي څو د درې میاشتنیو بحثونو په اړه وضاحت ورکړي.

همداراز د ولسي جرګې یوه بل غړي عرفان الله عرفان وايي، خلکو هیله درلوده چې مذاکرات به يوې مثبتې پایلې ته ورسېږي، خو له بده مرغه درې میاشتني بحثونه په قطر کې ناکام دي او هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

به ورته وخت کې د ولسي جرګې یوه بل غړي نعمت الله کریاب وويل، له بده مرغه د افغانانو هغه هیلې چې سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند په اړه درلودې، پر ناهیلۍ بدلې شوې.

ده زياته کړه، د سولې لپاره د خلکو ناهيليو لامل  په مذاکراتو کې د ځنډ راتلل دي.

نوموړي وويل، دوی په کور دننه د مذاکراتو ترسره کېدو غوښتونکي دي او د ولسمشر له هغې خبرې ملاتړ کوي چې په کور دننه يې د مذاکراتو یا د پاتې بین الافغاني خبرو ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي ميرويس خادم هم وویل چې په قطر کې د خبرو له بې پايلې کېدو سره د خلکو هیلې سولې ته پر ناهیلۍ بدلې شوې دي.

دی وايي، له طالبانو غواړي چې د خبرو پاتې پړاوونه په افغانستان کې دننه ترسره کړي او په بهر کې له خبرو ترسره کېدو تېر شي.

همداراز ملالۍ اسحقزۍ هم وويل، د سولې پروسې پاتې پړاوونه باید په افغانستان کې ترسره شي او بهر کې نور له مذاکراتو لاس واخیستل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.