ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خلک: د سولې خبرو نور پړاوونه دې په هېواد کې دننه ترسره شي

د بلخ خلک: د سولې خبرو نور پړاوونه دې په هېواد کې دننه ترسره شي

author avatar
17 Dec 2020 - 15:51
د بلخ خلک: د سولې خبرو نور پړاوونه دې په هېواد کې دننه ترسره شي
author avatar
17 Dec 2020 - 15:51

مزارشريف (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۹): د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو د حکومت او طالبانو له مذاکراتي پلاوو غوښتي چې د سولې بين الافغاني مذاکراتو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې دننه ترسره کړي.

دوی چې د لېندۍ په ۲۷مه مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، دغه راز يې له ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو له سازمانه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمېدو او اوربند لپاره خپل مسووليت ادا کړي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد غونډې ته وويل چې حکومت او طالبان بايد د  افغانانو غوښتنو ته لبيک ووايي او د سولې پاتې پړاوونه د هېواد دننه ترسره کړي.

همدرد زياته کړه: ((دا ډېره مهمه ده چې بين الافغاني مذاکرات له دې وروسته هېواد کې دننه ترسره شي، حتی موږ وړانديز کوو چې بلخ کې دې ترسره شي او موږ بلخيان تيار يو چې په غوره ډول يې کوربتوب وکړو.))

هغه له ټولو هغو اړخونو مننه وکړه چې په قطر کې يې د بين الافغانی مذاکراتو د پيلېدو لپاره هڅې وکړې.

نوموړی د اسلامي هېوادونو پر سازمان هم غږ وکړ چې د بين الافغاني مذاکراتو د بريا په برخه کې خپل رول ولوبوي.

همدرد له افغان ولسه هم غوښتنه وکړه چې په ښکېلو اړخونو فشار راوړي، څو تاوتريخوالی کم شي او د سولې روان مذاکرات ژر تر ژره پايله ورکړي.

د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد په برياليتوب سره د بين الافغاني مذاکراتو پر پای ته رسېدو خوښي وښوده.

نوموړي د سولې پروسې له ټولو تسهيلوونکو هم مننه وکړه چې تر دې مهاله يې خپل مسووليت په ښه ډول ترسره کړی.

حديد زياته کړه چې اسان چاري هېوادونه بايد د افغان سولې په پروسه کې هېڅ ډول خصمانه مداخله ونه کړي.

نوموړی زياتوي چې افغانانو څلور لسیزې جګړه تجربه کړې او نور نه غواړي چې روان جنګ دوام ومومي.

هغه پر افغانانو هم غږ وکړ چې تېرې ناخوالې هېرې کړي او يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي.

د شمال خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجي حسين خان په خپلو خبرو کې وويل چې وخت را رسېدلی څو افغانان يو بل ته لاسونه ورکړي او روانه اوږده غميزه پای ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې د جنګ ښکېل اړخونه بايد د تاوتريخوالي پای ته رسېدو ته لومړيتوب ورکړي او ژر تر ژره په هېواد د يوه سراسري اروبند پر ټينګېدو هوکړه وکړي.

مدني فعالې مېرمن مريم سادات غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د سولې خبرې او موافقه بايد پر عدالت استواره وي.

هغې غوښتنه وکړه چې د تېرو دوه لسيزو مثبتې لاسته راوړنې بايد وساتل شي او شته ملي او بنسټونه لار نور هم تقويه شي.

د مېرمن سادات په خبره، د سولې دواړه پلاوي بايد دا په ثبوت ورسوي چې د عادلانه سولې په لټه کې دي.

د سولې بين الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو تېره اوونۍ پای ته ورسېد او دواړه مذاکراتي پلاوي د درېیو اوونيو لپاره رخصت شول.

ټاکل شوې چې د بين الافغانی مذاکراتو بل پړاو به د راتلونکي ميلادي کال د جنوري په پنځمه نېټه بيا پيل شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.