ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ملي پارک جوړېدو لپاره لومړنۍ سروې ترسره شوه

پکتيا کې د ملي پارک جوړېدو لپاره لومړنۍ سروې ترسره شوه

author avatar
17 Dec 2020 - 14:10
پکتيا کې د ملي پارک جوړېدو لپاره لومړنۍ سروې ترسره شوه
author avatar
17 Dec 2020 - 14:10

ګردېز (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۹): د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د کرنې او اطلاعات او کلتور وزارتونو او چاپېريال ساتنې ملي ادارې د ګډ پلاوي له خوا پر ملي پارک د نومولو لپاره د ځاځي اريوب ولسوالي د منډه يیر سيمې تخنيکي سروې بشپړه شوې ده.

شاوخوا درې کاله مخکې ولسمشر غني ګردېز ته په سفر کې ژمنه کړې وه چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ د ډېرې طبيعي ښکلا لرونکې منډه يير سيمه به د هېواد ملي پارک نوموي.

د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند له پژواک سره په خبرو کې وويل چې يادو کسانو له ولايتي مسوولينو سره يو ځای د ټولنيز او چاپېريال حالت ارزولو لپاره سيمې ته ولاړل او خلکو يې تود هرکلی وکړ.

مومند وايي چې يادې سيمې د ملي پارک لپاره لومړني شرايط پوره کړي او هيله من دی چې له اړوندو ادارو سره د دې معلوماتو له شريکولو وروسته به ژر په دې اړه پيشنهادي اعلام وشي.

نوموړي زياته کړه: ((منډه يير ډېره مناسبه سيمه ده، ډېر طبيعي ښایست لري او طبيعي حالت يې هم تر ډېره ساتلی دی، هلته بېلابېل بوټي، ونې او وحشي ژوي شته چې ځيني يې د انقراض په حالت کې هم دي او توجه ته اړتيا لري. ښه ځنګل او اوبه هم لري او خلک هم ملاتړي او همکاره دي.))

مومند وايي چې پر ملي پارک د يادې سيمې نومولو سره به هغو حيواناتو او بوټو ته پاملرنه زياته شي چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او د نورو مطالعاتو لپاره به زمينه برابره شي.

مومند د پکتيا ولايت له مقام او اړوندو ادارو غواړي چې دې سيمې ته د غځېدلي سړک اساسي جوړولو ته جدي پام وکړي.

هغه وايي: ((د منډه يير ساحه شاوخوا ۵۰۰۰ هکتاره ده او د خلکو غوښتنه هم همدا ده. دلته به د ژوو او ونو خونديتوب او زياتولو سربېره د مربوطه هر ډول علمي څېړنو لپاره مناسب چاپېريال برابر شي.))

بل لور ته د پکتيا اوسېدونکي هم خوښ دي چې په خبره يې بالاخره د دې مهمې غوښتنې په اړه یې عملي ګامونه اخيستل کېږي.

د اريوب اوسېدونکی سيد جمال وايي چې د دې سيمې ليدو ته هر کال د شاوخوا ولايتونو سربېره د هېواد د ډېرو لرو سيمو خلک ورځي او مېلې په کې کوي.

جمال وويل: ((خلک ډېره لېوال دي چې دلته راشي او دا ډېره ښايسته سيمه وګوري، پسرلی يې بېل خوند او ژمی يې بېل د مېلې ځايونه لري؛ که حکومت امکانات برابر کړي، ډېر خلک به د اسانتياوو برابرولو برخه کې سرمايه ګذاري وکړي.))

پکتيا کې د منډه يير سربېره ځينې نورې سيمې هم شته چې زياته طبيعي ښکلا يا تاريخي ارزښت لري او ګڼ خلک يې ورتلو ته لېوال دي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.