ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه کم ۷۵ میلیونو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه کم ۷۵ میلیونو ته ورسېد

author avatar
18 Dec 2020 - 14:15
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه کم ۷۵ میلیونو ته ورسېد
author avatar
18 Dec 2020 - 14:15

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ۷۴ ميليون کسانو څخه اوښتی، خو تر ۴۲ ميليونه زیات کسان بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر  ۷۴ میلیونه ۸۸۷زره او ۳۹۰ کسانو ته رسېدلی دی.

سرچينې زياته کړې، تراوسه څه باندې ۴۲ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون او ۶۶۰زره  او ۲۷۱ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شويو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان یې له امله مړه کېږي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر په کې ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه څه باندې ۵۰زره کسان پر کرونا اخته شوي، ۲۰۳۷ کسان مړه او نږدې ۳۹زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.