پلخمري (پژواک، ۱ مرغومی لېندۍ ۹۹): په ځانمرګي بريد کې پر پښه معلول شوې مېرمن وايي، له معلولېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ ده، خو زياتوي چې اوس د خپلو ستونزو حل يواځې د سولې په راتلو کې ويني.
مېرمن رقيبه ٤٣ کاله عمر لري، د بغلان ولايت اصلي اوسېدونکي ده، د ١٣٨٦ کال د لېندۍ مياشتې په ١٥مه نېټه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بورې فابريکې په ځانمرګي بريد کې پر دواړو پښو سخته ټپي شوې ده.
دغه چاودنه د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسيون په غړو ترسره شوه چې د دې جرګې د شپږو غړو ترڅنګ ګڼ شمېر ماشومان او نور کسان په کې ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
رقيبه چې د همدې پېښې د قربانيانو له ډلې ده، پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د يادې پېښې پر مهال ښوونکې وه او د ولسي جرګې د غړو ښه راغلاست ته ورغلې وه.
خو هغې زياته کړه: “کله چې بريد وشو، زه په کې ټپي شوم، څو ورځې روغتون کې وم، کله چې روغه شوم نو يوه پښه مې بېخي وچه شوې وه او بله يې هم تر اوسه سم کار نه کوي.”
هغه چې اوس مهال د بغلان د معلولينو اتحاديې مرستيال ده، وايي چې له معلولېدو وروسته يې په ښوونځي کې دنده هم له لاسه ورکړې.
رقيبه چې د سولې راتګ ته ډېره هيله منده وايي: “سخت د محتاجۍ شپې سبا کوم، خاوند مې د ملا درد لري، په کور کې پروت دى، کار نه شي کولاى، اته ماشومان مې دي، دا هر څه ماته را له غاړي دي، خو زه په دې تمه شپې او ورځې سبا کوم چې د سولې په راتلو سره به مې دا ټول مشکلات حل شي.”
هغې زياته کړه چې هېواد ته د سولې په راتلو سره به يې اولادونو ته د لوړو او عصري زده کړو زمينه برابره شي.
نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې مشر زوى يې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې کړې خو د رسمي کار کولو زمينه تر اوسه نه ده ورته مساعده شوې او په پلخمري بازار کې لاسي کراچۍ چلوي.
نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې څرنګه د ژوند اقتصادي ستونزې هواروي، وويل: “بس همدا يو زوى مې دى چې کراچۍ کې د خلکو بارونه وړي او ډېرې لږې پيسې پيدا کوي، په همدې خپله ګوزاره کوو.”
هغې زياته کړه: “د کلونو بدمرغې جګړې زما په څېر ډېرې ښځې ژوند کولو ته حيرانې کړې دي، خو همت بايد له لاسه ورنه کړو؛ ځکه سوله انشاالله چې راتلونکې ده، هر څه به سم شي.”
د هغې په وينا، کله چې په ښار او يا هم کومې بلې سيمه کې له چاودنې خبره شي، نو حالت يې ډېر خراب شي، پر مغزو يې فشار راځي او هغه د قند فابريکې چاودنه يې په يادېږي.
رقيبي له حکومت او وسله والو طالبانو د سولې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې جګړې يواځې بدمرغۍ زېږوي.
هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “که هېواد ته سوله راغله او په کور کې مې نور هېڅ هم نه درلودل، د سر پړونې به خيرات کړم.”
نوموړې له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره جدي هلې ځلي وکړي او په دې برخه کې پر حکومت او طالبانو فشار راولي.
په دې اړه د بغلان د معلولینو چارو امر عبدالصبور پژواک ته وويل چې د معلولینو د ټولو اړتياوو پوره کولو لپاره دوى امکانات نه لري.
هغه زياته کړه: “موږ هر کال څلور سوه معلول کسان فني زده کړو ته معرفي کوو چې بيا هلته کسب زده کوي او بيا له هغې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کوي.”
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې د ٧٠٠ پوځيانو په ګډون ټول ٤٥٠٠ معلولين دي چې هر کال هر معلول ته له ٢٠ تر ٣٥ زرو افغانيو پورې د تنخوا په توګه ورکول کېږي.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې نږدې يو ميليون معلول کسان شته چې ګڼ شمېر يې د روانې ٤٠ کلنې جګړې زېږنده دي.
د يادونې ده. په دې يو ميليون کسانو کې د رقيبې په څېر زرګونه ميندې او خويندې شته چې د ژوند هوساينې ټولې هيلې يې يواځې د سولې له راتلو سره تړلې دي.