کابل (پژواک، ١ مرغومى ٩٩) : سعودي عربستان د اروپا په ګډون په يو شمېر هېوادونو کې د کرونا د دويمې څپې زياتېدو له امله ټولې نړيوالې الوتنې بندې کړې دي.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بريتانيا په ګډون يو شمېر اروپايي او نورو هېوادونو کې د کرونا دويمه څپه په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
سرچينې زياته کړې چې له همدې امله سعودي د ټولو نړيوالو الوتنو پر پروازونو باندې د يوې اوونۍ لپاره بندېز لګولى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا بنديز لنډ مهاله دى خو که چېرې د کرونا د خپرېدو وېره ډېره شوه، نو دا پرېکړه به تمديد شي.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت ويلي، کوم کسان چې د ٢٠٢٠ کال د ډسمبر له اتمې وروسته راغلي وي، هغوى بايد ځانونه ١٤ ورځې قرنطين کړي او څوک چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې له اروپا راغلي وي، بايد د کرونا ټسټ وکړي.
د يادونې ده، چې په سعودي عربستان کې تر اوسه ٣٦١ زره کسان پر کرونا اخته، ٦١٢٢ تنه مړه او ٣٥٢ زره کسان بېرته روغ شوي دي.
په بريتانيا د کرونا د دويمې څپې د زياتېدو له امله ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم خپلې ځمکنۍ، هوايي او بحري لارې تړلې دي.









