ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا له امله تر اوسه ١،٧ ميليون کسان مړه شوي

author avatar
23 Dec 2020 - 12:16
author avatar
23 Dec 2020 - 12:16

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس ناروغانو شمېر له ٧٨ ميليون کسانو اوښتی او يو ميليون او ٧٠٠زره کسان مړه شوي دي.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٧٨ ميليون کسانو اوښتى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٥٥ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٧٢٠ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان یې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ١٨ ميليونه او ٦٨٠زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او سل زره  په برازيل کې اووه ميليونه او ٣٢٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٣٠ زره، په هندوستان کې ١٤٦ زره او په برازيل کې ١٨٨ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٥١ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢١٠٥کسان مړه او تر ٣٩ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.