ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: په امنیتي بنسټونو کې دې وړ کسان پر دندو وګومارل شي

author avatar
23 Dec 2020 - 17:45
author avatar
23 Dec 2020 - 17:45

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): ولسي جرګې په کابل ښار کې پر هدفي وژنو نیوکه وکړه او امنیتي چارواکي یې د دغه ښار د امنیت په ټینګښت کې ناکام وبلل او په امنیتي بنسټونو کې یې د تجربه لرونکو او ژمنو کسانو د ګومارنې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښار هره ورځ د پرله پسې چاودنو او هدفي وژنو شاهد دی.

نن سهار په کابل ښار کې پر یوه رېنجر موټر ماین چاودنې، د ملي پولیسو یو سرتېری وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل، او په دغه ښار کې په بل وسله وال برید کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید ووژل شو.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي مهدي راسخ هدفي وژنو او د ځای پر ځای شوو ماینونو چاودنو ته په اشاره وویل: «هغه هدفي وژنې او بریدونه چې ترسره کېږي، د شپږنیمو بجو له ناستو سره په تقابل کې دي؛ که دوی امنیت نه شي ټینګولای له فیسبوکي غوغا  دې لاس واخلي.»

له دوو میاشتو ډېره موده کېږي چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستی او د مختلفو بنسټونو له مسوولینو سره هره ورځ د سهار د شپږنیمو بجو ناستې ترسره کوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې په کابل کې امنیت نشته او زیاته یې کړه: «اوسني وضعیت ته په کتو هر کس باید د خپل ځان امنیت تامین کړي.»

هغه له جزیاتو پرته وویل، حکومتي چارواکي خپل منځ کې سره نښتي او د کابل د امنیت موضوع یې هېره کړې ده.

په دې جرګه کې د کابل د خلکو بل استازي خان اغا رضایي د یوسف رشید وژل کېدو ته په اشاره وویل: «د رشید وژل کېدل مدني ټولنې ته لوی ناورین دی، دا ډول قضیې باید ژر تر ژره وڅېړل شي چې تر شا یې څوک لاس لري.»

په دغه جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي خالد اسد وویل: «یوازې په خبرو د کابل د امنیتي وضعیت په اړه زموږ مسوولیت نه ترسره کېږي؛ د کابل د امنیتي وضعیت د بدلون لپاره باید له ولسمشر سره خبرې وکړو.»

د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم د کابل د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: «د داخلي امنیت کمېسیون ته لارښوونه کېږي چې د یوسف رشید د ترور قضیه په جدي توګه وڅېړي.»

د هغه په وینا، په کابل ښار کې ناامنۍ او هدفي وژنې د هرې ورځې په تېرېدو ډېرې شوې، دغه بریدونو خلک له رواني اړخه سخت زیانمن کړي، د خلکو  زغم یې پای ته رسولی او اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «له ولسمشره غواړو د کابل د امنیتي چارواکو په اړه له سره غور وکړي او پر ځای یې تجربه لرونکي او ژمن کسان پر دندو وګوماري.»

هغه له جزیاتو پرته وویل چې وسله وال طالبان د ښار په کچه د ماینونو د ځای پر ځای کولو او پر دولتي موټرو د چادونو لپاره پر نشه يي توکو له روږدو کسانو ګټه اخلي او مسوول بنسټونه باید په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او د طالبانو د دغه تاکتیک د مخنیوي په برخو کې لازم اقدامات ترسره کړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.