کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۹): د سالنګ لویه لار د شدیدې واورې ورېدو او توند باد له امله له تېر ماښام راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولینو پژواک ته وویل چې د توندو بادونو او د دید ساحې د محدودیت له امله له تېر ماښام راهیسې د سالنګونو لویه لار د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرایيوي مدیر سمېع الله ولیزاده وايي چې یاده لویه لار یې د مسافرو د خوندیتوب لپاره تړلې ده.
هغه زیاته کړه چې مسافر دې د یادې لویې لارې د وضعیت تر معلومېدو په دې مسیر تګ راتګ نه کوي.
سالنګ د هېواد له هغو سیمو څخه ده چې ډېره واوره په کې ورېږي او د هېواد شمال له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
د یادونې ده چې دغه لویه لار هر کال په ژمي کې د واورې ورېدو له امله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.









