منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د خوست د ولايتي شورا يو غړى په چاودنه کې ټپي شو

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٩) : په خوست ښار کې د چاودنې له امله يوکس وژل شوى او د ولايتي شورا د غړي په ګډون دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن د مرغومي په ٨مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د ښار اړونده د صحراباغ  په سيمه کې شوې ده.

د خوست د ولايتي شورا رييس کفيل ريحان پژواک خبري اژانس ته وويل، په چاودنه کې د ولايتي شورا غړى سيداصغر اکاخېل او د هغه يو ساتونکی ټپيان شوي او يو بل ساتونکی يې وژل شوی دی.

د کفيل ريحان په وينا، سيداصغر اکاخېل له کور څخه دندې پر لار و، چې له يادې پېښې سره مخ شو.

په خوست ښار کې د بابري ګل په نوم د خصوصي کلينيک يو تن ډاکټر پژواک اژانس ته ومنله چې دوی ته د سيداصغر اکاخېل په ګډون دوه ټپيان او يو جسد ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

امنيتي مسوولينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ددغې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دی منلى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په خوست ښار کې چاودنې زياتې شوې دې، په تېره يوه اوونۍ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په خوست ښار کې کېږي .