کندهار (پژواک، ۸ مرغومی ۹۹): د کندهار په ګډون د یو شمېر ولایتونو صنعتکاران چې خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي، وايي دولت دې د صنعت د ودې او پراختیا لپاره اسانتیاوې ډېرې کړي او په خپلو قراردادونو کې دې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.
د “خپل هېواد، خپل تولید” په نوم دغه درې ورځنی نندارتون د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړ شوی چې صنتعکارانو په لسګونو غرفو کې خپل بېلابېل تولیدات لکه مشروبات، لبنیات، کرنیز توکي، وچه مېوه، هنري توکي، جامې، د مېرمنو لاسي توکي او نور نندارې ته ایښې دي.
د نندارتون يو تن جوړوونکي صیام پسرلي پژواک اژانس ته وویل، تر کابل وروسته دغه نندارتون په کندهار کې د سوداګرۍ خونې، کرنې ریاست او صنعتکارانو په همکاري جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، په روانو ترینګلو حالاتو کې د دغه نندارتون جوړولو پیغام ډېر واضح دی او هغه دا چې دښمنان مو هېواد ورانوي خو موږ یې جوړوو.
د ده په خبره، په دې نندارتون کې د کندهار ترڅنګ د کابل، غزني، زابل، ننګرهار، میدان وردګ او یو شمېر نورو ولایتونو ښځینه او نارینه صنعتکارانو او سوداګرو خپل کورني توکي او تولیدات چې په کور دننه او بهر ښه نوم او لوړ کیفیت لري، نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغه نندارتون په وسیله به خلک د خپل هېواد تولیدات وپېژني، صنعتکاران به له یو او بل سره وپېژني، اړیکې به یې جوړې شي او خپلې تجربې به شریکې کړي او دغه راز به صنعتکاران خپل تولید شوي توکي لیلام او وپلوري.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مرستیال نعمت الله نعمت وویل، دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ودې، نوښتونو او تجربو د شریکولو، کاري فرصتونو او ګټو ایجادولو او په ټولیزه توګه اقتصاد ته د ودې او حرکت ورکولو په برخه کې ګټور ثابت شوي دي.
هغه د خصوصي سکتور له مسوولینو مننه وکړه چې دغه نندارتون یې جوړ کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، صنعت په کندهار کې وده کړې خو لا هم د برېښنا کمښت او د پانګونې په برخه کې یو شمېر ستونزې شته چې دغه بهیر یې ټکنی کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، دولت دې د صنعت د ودې او پراختیا لپاره اسانتیاوې ډېرې کړي او په خپلو قراردادونو کې دې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.
د رحمانيه په نوم یوې مېرمنې چې خپلې تولید شوې جامې یې نندارې ته وړاندې کړې وې، پژواک ته وویل، دغسې نندارتونونه د دوی د تولیداتو د بازار موندنې لپاره ډېر ګټور دي، ځکه دوی په یوازې ځان نه شي کولای خپلو تولیداتو ته بازار ومومي.
هغې زیاته کړه، تر اوسه ډېری هېوادوال خبر نه دي چې په خپلو خپلو ولایتونو کې یې څه تولېدېږي، په همدې بنسټ هم دغسې نندارتونونه ډېر ګټور دي.
دا غوښتنه کوي چې دغسې نور نندارتونونه دې هم د زونونو او ولایتونو تر منځ ګډ جوړ شي، څو خلک د خپل هېواد له تولیداتو خبر شي او په کور دننه هم ښه بازار موندنه ورته وشي.
د کندهار والي حیات الله حیات هم په دغه ولایت کې د ياد نندارتون پر جوړولو خوښي ښيي او وايي چې د اقتصادي ازادۍ د تامین لپاره د پانګه والو ملاتړ، د خپلو تولیداتو کارول او پانګونې ته د فرصتونو برابرول د ولایتي ادارې لومړیتوبونه دي.
هغه زیاته کړه، په دولتي قراردادونو کې د کورنیو تولیداتو کارول یې کاري لومړیتوب دی او په دې وروستیو کې یې یو شمېر هغه قراردادونه رد کړي چې بهرني تولیدات په کې ذکر شوي وو.








