ژبه

جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۹۹) : په ننګرهار ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د مرغومي په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا بيښه نن ماښام د شینوارو ولسوالۍ په پنځه ویشتمه ویاله کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په د یادې سیمې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

نوموړی وایي چې په وژل شويو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د ژمي راتګ سره دهیواد په بیلا بیلو سیمو کې د ګاز ډبې چاودنې زیاتې شوې چې له امله یې ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

ورته موضوع