ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې سلګونو کسانو ته د کارکولو زمينه برابره شوه

author avatar
29 Dec 2020 - 16:47
author avatar
29 Dec 2020 - 16:47

لښکرګاه (پژواک، ٩ مرغومى ٩٩): په هلمند کې د کرنې رياست او خوراک نړيوال سازمان له لوري د لسګونو ښځو په ګډون سلګونو کسانو ته د کارکولو زمينه برابره شوه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو وويل چې د لښکرګاه ښار اړوند د بولان او انار باغ په سيمو کې د کرنې رياست اړوندې ځمکې دي چې ابادلو ته اړتيا لري.

دى وايي: ((د همدې ځمکو د ابادولو په موخه مو سلګونه کسان په دندو ګومارلي ترڅو ورسره کمک وشي.))

ده وويل چې يادو ګومارل شويو کسانو ته د خوراک نړيوال سازمان له لوري د مياشتې، سل کيلو وړه، ١٢ کيلو دال، نهه کيلو غوړي او يوه کيلو مالګه ورکول کيږي.
ده وويل چې د همدې پروګرام په چوکاټ کې ٤٠ بې سرپرسته ښځو ته د مرخېړيو تخمونه له يو شمېر سامان الاتو سره ورکول شوي، ترڅو په خپلو کورونو کې مرخېړي وکري او خپل اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.

هغه زياته کړه: ((په ټوليزه توګه په دې پروګرام کې موږ ٤٥٤ کسانو ته د کارکولو زمينه برابره کړې چې ٤٠ يې ښځې دي، دا کار به دوامداره وي او له دې خلکو سره به اقتصادي برخه کې ډېره مرسته وکړي.))

الکو دا هم وويل، په پلان کې ده چې دغه پروګرام تر لښکرګاه وروسته يو شمېر ولسواليو ته هم وغځول شي.

په دې اړه د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې د بېکارۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((هم بېکاره وو، هم مو اقتصادي مشکلات ډېر و، خو اوس ښه شو دغه پروګرام شروع شو، موږ سره به ډېره مرسته وکړي.))

ده وويل که په دغه ولايت ورته نورې پروژې هم پيل شي، ډېرى ځوانان به له جګړو او نورو خرابو کارونو څخه لاس په سر شي.

داسې مهال په لښکرګاه کې يو شمېر ځوانانو ته د کارکولو زمينه برابريږي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ ددغه ولايت په نادعلي، نهرسراج او ناوې ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دوامداره جګړې روانې دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.