کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): د پروان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې تښتول شوي دوه ډاکتران د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له بنده را خوشي شول.
ډاکتر حشمت الله او ډاکتر عزیزالرحمن تېره دوشنبې (د مرغومي ۸مه) د ناپېژاندو وسله والو له خوا د بګرام ولسوالۍ د سرصیاد له ایمرجنسي روغتونه تښتول شوي وو.
د پروان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد دوه ډاکتران له پرون غرمې وروسته د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په شوخي کلي کې راخوشي شول.
د پروان امنیې قوماندانۍ لیکلي چې تښتوونکو د دغو ډاکترانو خوشي کولو بدل کې سل زره ډالر غوښتي وو.
سرچینه لیکي چې یاد ډاکتران یې خپلو کورنیو ته تسلیم کړي دي.
د خبرپاڼې په حواله، انسان تښتوونکي پر تېښته بریالي شوي خو د هغوی د نیولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.