خوست ښار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): خوست کې يو شمېر رضاکارو ځوانانو له بېوزله کورنيو سره د مرستې په خاطر د مهربانۍ دېوال تر نوم لاندې د ژمنيو پوښاک توکو راټولولو او وېش کمپاين پيل کړ.
د نجيب الله واثق په نوم يوه رضاکار ځوان چې د دغه پروګرام يو له مسوولينو دی، وايي، تېر کال یې هم ورته پروګرام پیل کړی و چې ښه پایله یې درلوده.
هغه وایي، سږ کال له دغه کمپاین سره ډېر فعال ځوانان یو ځای شوي او په قوت سره به یې پر مخ یوسي.
ده زياته کړه: ((د پوښاک هغه توکي چې د خلکو سره په کورونو کې دي او ورڅخه ګټه نه اخلي، دا ځوانان هغه راټولوي او بیا یې په بې وزلو ویشي، نن چې د کمپاین لومړۍ ورځ ده موږ تر ۸۰ پورې بې وزلو ته د پوښاک شیان برابر کړي.))
د بېوزلو د لاسنیوي په دې ژمنیو توکو کې ګرمې جامې، بوټان، جمپرونه او ورته نور شيان موجود دي.
د دغه کمپاين یو بل برخه وال عرفان الله ننګیال وایي، هڅه يې دا ده چې له دې لارې له بې وزلو سره د مرستې فرهنګ پياوړی شي او نورو سيمو ته يې هم وغځوي.
هغه وایي: ((موږ به د مهربانۍ دېوال تر نامه لاندې دې کمپاین ته پراختیا ورکړو او په دې سره به زموږ ډېری بېوزلو هېوادوالو ته د پوښاک ژمني ګرم توکي ورسېږي.))
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد انور زاهد وایي، د مهربانۍ دېوال زياتره ځوانان د دوی ریاست اړوند د رضاکارو ځوانانو له ډلې دي او وایي، پلان لري چې د بېوزلو د لاسنیوي دغه ډول پرواګرامونه ډېر شي او پراختیا ورکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ د ځوانانو د دغه ګام ستاینه کوو او په ورته مهال له ټولو ځوانانو او مالدارو غواړو چې له ځوانانو سره په دغه کمپاین کې یوځای شي او یا د پوښاک دا ډول توکي دوی ته وسپاري او د دوی لاسنیوی وکړي.))
د حاجي والي شاه خان په نوم یوه بېوزله او معیوب چې دغو ځوانانو ورته د ياد کمپاين د پيل پر مهال ځیني ژمني توکي ورکړل، خوښي ښکاره کړه او په راتلونکي کې یې د دې ډول پروګرامونو ډېرېدو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: ((د مزدورۍ پر مهال مې خپلې سترګې له لاسه ورکړې، دې ځوانانو ته د خدای (ج) اجرونه ورکړي چې له ما سره یې د شیانو مرسته وکړه.))
د یادونې ده، په تېر کې هم د دغه ولايت يو شمېر ځوانان د هټۍ والو، سوداګرو او مالداره خلکو پر مټ له بېوزلو کورنيو سره د لاسنیوي په موخه دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.









