منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سعودي او قطر اړیکې له درېیو کلونو وروسته بېرته عادي شوې

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٩): د کويت په منځګړتوب د سعودي عربستان او قطر ترمنځ له درېيو کلونو وروسته اړيکې عادي شوې او ترمنځ يې روغه جوړه شوې ده.

د کويټ بهرنيو چارو وزیر احمد ناصر الصباح د مرغومي په ١٦مه اعلان وکړ چې د دغه هېواد باچا شيخ نواف په وړانديز قطر او سعودي د اړيکو ښه کولو پرېکړه کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې له دې پرېکړې وروسته په سعودي کې د خليجي هېوادونو د همکاريو سازمان په پیلېدونکې غونډه کې د قطر امير شيخ تميم هم ګډون کوي او هغه نن غرمه سعودي ته رسېدلى دى.

بلخوا عربي رسنيو خبر ورکړى چې نن به په رسمي توګه د قطر او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ په دې اړه يو تړون لاسليک شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغه تړون وروسته به سعودي له قطر سره هر ډول پرېکون پاى ته ورسوي او له دغه هېواد سره به خپلې هوايي، ځمکنۍ او بحري لارې پرانيزي.

د يادونې ده، درې کاله مخکې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرين او مصر پر قطر تور پورې کړ چې له ترهګرو سره مرستې کوي، په همدې موخه يې ورسره هر ډول اړيکې پرې کړې.

خو ايران او ترکيې د قطر کلک ملاتړ وکړ او پرې یې نه ښود چې دغه هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د ا مريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو د سعودي او قطر ترمنځ د اړيکو ښه کېدو هرکلى کړى دى.