ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د ولسمشر ټرمپ معترضو پلويانو پر کانګرېس هجوم ور وړی

author avatar
7 Jan 2021 - 11:41
author avatar
7 Jan 2021 - 11:41

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زرګونو پلويانو په واشنګټن کې پر کانګرېس (ملي شورا) بريد کړى او د څو ساعتونو لپاره یادې ودانۍ ننوتلي وو.

د امريکايي رسنيو راپورونو له مخې، دغه هجوم یې په داسې حال کې ور وړی چې پرون هلته د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د کالج رايو وروستۍ شمېرنه او د ګټونکي ولسمشر په رسمي توګه اعلانېدل وو.

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ په ځلونو له خپلو پلويانو غوښتي وو چې په دې ورځ واشنګټن ته راشي او لاريونونه ترسره کړي، خو کله چې پرون لاريون پر تاوتريخوالي واوښت، هغه له خپلو پلويانو وغوښتل چې سوله ييز و اوسي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه او د امریکایي رسنیو ژوندۍ خپرونو ښودل چې د ټرمپ پلویان د کانګرېس مخې ته د پولیسو لیکې ماتې کړې او ماڼۍ ته ننوتل.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د دې پېښې په غبرګون کې وویل، پر امریکا باندې “غیر مترقبه برید” شوی دی.

هغه له ټرمپه وغوښتل چې ملي ټلوېزیون ته لاړ شي او خپل مسوولیت د امریکا د وسله والو ځواکونو د سر اعلی قوماندان په توګه ادا کړي او د اعتراض کوونکو مخه ونیسي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلري کلنټن پر کانګرېس بريد کوونکي ترهګر بللي دي.

د رسنیو راپورونو له مخې، پولیسو ماڼۍ ته د اعتراض کوونکو ننوتلو مخنیوي لپاره له اوښکې بهونکي ګاز نه کار اخیستی دی.

له دغه بريد وروسته د واشنګټن ډي سي ښاروال هلته پر ګرځېدو بنديز اعلان کړى دى.

پر کانګرېس د اعتراض کوونکو له بریده لږ مخکې ډونالد ټرمپ د خپلو زرګونو پلویانو ترمنځ د سپینې ماڼۍ مخ ته وینا وکړه.

هغه وویل، د انتخاباتو نتیجه به “هېڅکله” ونه مني او بیا یې ادعا وکړه چې د انتخاباتو نتیجې غلا شوې او ځان یې ګټونکی وباله.

ټرمپ له خپل مرستیال مایک پنسه وغوښتل چې د انتخاباتو نتیجه تائید نه کړي او هغه د بیا تصدیق کېدو لپاره ایالتونو ته واستوي.

خو لږ وروسته پنس د یو لیک په خپرولو سره وویل چې د الکتورال کالج تصمیم پر ضد رایه نه ورکوي.

پنس زياته کړه: “زما لوړه له اساسي قانون څخه د دفاع لپاره ده، ما مکلفوي چې څو د دې په تشخیص کې چې کومې د کالج رایې وشمېرل شي او کومې نه، له خپل صلاحیته یو اړخیزه استفاده نه کوم. ”

ځينو رسنيو په دې اخ و ډب کې د څلورو کسانو او ځينو بيا د يوه کس وژل کېدو راپورونه هم ورکړي دي.

د امريکا په ټاکنو کې د کالج له ٥٣٨ رايو جوبايډن ٣٠٦ رايو په ګټلو سره د امريکا ټاکنې ګټلې دي، خو ټرمپ خپله ناکامي نه مني.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.