منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د امريکا د ولسمشر ټرمپ ټویټر حساب تړل شوی

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٩): د ټولنيزې شبکې (ټويټر) ادارې وروسته له هغه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب (اکاونټ) وتاړه چې نوموړي خپل پلويان تشدد ته بللي وو.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې د ټرمپ زرګونو پلويانو په واشنګټن کې د لاريون پر مهال د امريکا کانګرېس (ملي شورا) پر ودانۍ یرغل وکړ.

له دغه بريد مخکې ولسمشر ټرمپ په څو ټويټونو کې له خپلو پلويانو غوښتي وو چې لاريونونه ترسره کړي.

هغه مهال هم ټويټر د ولسمشر ټرمپ څو پوسټونه له منځه وړي وو، خو دې ادارې تېره شپه اعلان وکړ چې د ټرمپ حساب يې په بشپړ ډول تړلی دی.

د يادونې ده، ټرمپ په ټويټر کې تر ٨٠ ميليونه ډېر مينه وال درلودل.

د ټرمپ ادارې ويلي چې دغه پرېکړه يې د ټرمپ د وروستيو ټويټونو، چلند او کړنو له ازونې وروسته کړې ده.

له دې مخکې د لاريونونو پر مهال هم د ټويټر ادارې د ټرمپ ټويټر حساب د ١٢ ساعتونو لپاره تړلی و.

هغه مهال د ټويټر ادارې ګواښ کړى و چې که ولسمشر ټرمپ په خپلو ټويټونو کې د دوى له اصولو او قوانينو سرغړونه وکړي، نو حساب به يې وتړل شي.

بلخوا د امريکا ولسمشر ټرمپ د ټويټر پر دې پرېکړې نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا ډول اقدامات د ده او د پلويانو غږ یې نه شي چوپ کولى.