ژبه

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ۹۹): د راپورونو له مخې، په امريکا کې په ٢٤ ساعتونو کې څلور زره کسان له کرونا مړه او نږدې ٣٠٠زره کسان پرې اخته شوي دي.
کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.
امريکايي رسنيو پرون خبر ورکړى چې هلته په ٢٤ ساعتونو کې څلور زره کسان له کرونا مړه شوي دي چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې په يوه ورځ په يوه هېواد کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
سرچينو زياته کړې چې دغه راز په امريکا کې په يوه ورځ ٢٩٠زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.
بلخوا د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې (د مرغومي ٢٠مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٨٩ ميليونه کسانو ته رسېدلی دی.
دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٦٤ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٩٢٣زره کسان يې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٢ ميليونه او ٤٢٠ زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٤١٠ زره او په برازيل کې اته ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٧٨زره، په هندوستان کې ١٥٠ زره او په برازيل کې څه باندې ٢٠٠زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه ٥٣٣۷۸زره کسان پر کرونا اخته شوي، ۲۲٦۷ کسان مړه او څه باندې ٤٣ زره کسان بېرته روغ شوي دي.