ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان کرکټ په سوداګریز ليګ کې اخيستل شوي

پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان کرکټ په سوداګریز ليګ کې اخيستل شوي

author avatar
11 Jan 2021 - 12:07
پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان کرکټ په سوداګریز ليګ کې اخيستل شوي
author avatar
11 Jan 2021 - 12:07

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩): پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان کرکټ په سوداګريز سوپر ليګ سياليو کې اخيستل شوي دي.

د پاکستان کرکټ شل اووريزې سوداګريزې سيالۍ چې شپږ لوبډلې لري، پنځه کاله مخکې پيل شوې دي او اوس د شپږم کال لپاره پرون د يوې غونډې په ترڅ کې کورني او بهرني لوبغاړي د امتياز په بدل کې واخيستل شول.

د راپورونو له مخې، شاوخوا شلو افغان لوبغاړو په دې سياليو کې د ګډون په موخه نوم ليکنه کړې وه، د يادو سياليو لوبډلو مالکانو له خوا يواځې پنځه افغان لوبغاړي واخيستل شول.

په پرونيو مراسمو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان، د کراچۍ کنګز لوبډلې محمد نبي او د پېښور زلمي لوبډلې مجيب الرحمن واخيستل.

دغه راز قيس احمد د کوېټې ګلييډرز لوبډلې له خوا او نوراحمد لکڼوال هم د کراچي کنګز لوبډلې له خوا اخيستل شوي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته يې نومليکنه کړې وه، د ډېرو نورو افغان لوبغاړو په څېر هېڅ لوبډلې وانخیست.

دغه راز شاپور ځدراڼ، افتاب عالم، ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز او نور ډېر افغان لوبغاړي همداسې پاتې شوي دي.

د پاکستان د کرکټ سوپر ليګ سيالۍ په ۲۰۱۵ کې پیل شو او هر کال يو ځل ترسره کېږي، ټاکل شوې ده، چې راتلونکې مياشت فبرورۍ کې دا سيالۍ ترسره شي.

د يادونې ده، له دې مخکې محمد نبي په دې سياليو کې د افغانستان لخوا برخه اخيستې وه، خو ددواړو هېوادونو د اړيکو د خرابوالي له امله کرکټ بورډ په وروستيو کې افغان لوبغاوته د ګډون اجازه نه وه ورکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس حامد شينواري په پاکستان سوپر ليګ کې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى او ويلي يې دي، چې افغان کرکټ بورډ دې لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي.

شينواري په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: ((کرکټ بورډ بايد افغان لوبغاړو ته په پاکستان سوپر ليګ يا PSL کې د لوبېدو اجازه ورنکړي. د دښمن اقتصاد مه پياوړى کوئ. د ودان افغانستان په لور.))

خو د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس عزيزالله فضلي بيا وايي چې په نړيوالو ليګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل د افغانستان لپاره ګټور دي.

فضلي په  ټويټر کې ليکلي: ((د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته په کتو سره پکار ده چې د سياست څخه لرې وساتل شي. د هر افغان کرکټ لوبغاړي لوبېدل په نړيوالو ليګونو کې د افغانستان لپاره ګټور ده. په نړيوالو ليګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل هم اقتصادي ګټې لري او هم وطن ته وياړ ده.))

Visits: 296

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.