ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچيان: د کرونا په اړه مو پوهاوى ترلاسه کړی، خو مرستې نه دي راسره شوې

کوچيان: د کرونا په اړه مو پوهاوى ترلاسه کړی، خو مرستې نه دي راسره شوې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۹): د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې یو شمېر کوچيان وايي چې د کرونا په اړه عامه پوهاوى ورته شوى، خو تر اوسه حکومت ورسره په دې برخه کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د کندهار کوچيان وايي، د کرونا په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د کندهار ولايت يو اوسېدونکى کوچى ٦٥ کلن عبدالسلام وايي، لکه د نورو خلکو په څېر دوى هم له کرونا وبا خبر دي او خلک ورسره عادي شوي دي.

ده زياته کړه: “په پيل کې ما کرونا درواغ بلله، يو ډول ګنګس وم؛ ځکه ډېر معلومات مو نه درلودل، خو وروسته چې مو له خلکو، راډیوګانو او ډاکټرانو په دې اړه خبرې واورېدې، کله چې ناروغان او مړي ډېر شول نو بیا باوري شوم چې رښتیا هم کرونا شته او دا درواغ نه دي.”

د نوموړي په وينا، کرونا يې پر ژوند بده اغېزه کړې، کار او روزګار نشته، بيې لوړې شوې دي؛ نه د خپلو مالونو لپاره څه اخیستلای شي او نه د ځانونو لپاره خوراکي توکي.

عبدالسلام زياته کړه: “د کرونا لپاره ډېرې مرستې اعلان شوې خو موږ ته شی هم نه دي رسېدلي، په داسې حال کې چې کرونا تر بل هر چا زموږ ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.”

دى وايي: “موږ يوه نمړۍ ډوډۍ نه لرو، هغوى راته وايي لاسونه پر صابون ومينځئ، ماسک وکاروئ، له موږ سره بايد مرستې وشي.”

د کندهار ښار اړوند د ګج خانو کلي اوسېدونکى ٢٧ کلن غني ګل وايي چې په لومړي سر کې يې پر کرونا باور نه کاوه، خو وروسته چې ناروغان زيات شول، ده هم پرې باور وکړ او هم يې احتياط پيل کړ.

هغه پژواک ته وويل چې د کرونا له امله يې اقتصادي وضعيت خراب شوى، بې کاري هم ډېره شوې ده.

ده زياته کړه: “ما پخوا د يوه شرکت په ګودام کې کار کاوه، خو څو میاشتې مخکې چې کرنتین ولګول شو، نو د شرکت مالک ځواب راکړ، تر اوسه بې کاره یم، زموږ مالداري هم دونه نه ده چې ژوند مو ورباندې وچلېږي، د پسونو لپاره خوراک نه شو پیدا کولای، مرستې هم چا نه دي راسره کړي.”

غني ګل وايي، اوس خو د کرونا په اړه معلومات ډېر اسانه شوي چې یو چا ته پر موبایل زنګ هم ور وهې نو په خپله شبکه درته وايي چې له کرونا څخه ځان وساتئ. بل دا چې راډیوګانې هم هره ورځ معلومات خپروي.

د کندهار ښار د ښوراندام اوسېدونکی۵۰ کلن روزي محمد وايي، مالداري او سوداګري هر څه یې تر خپل سیوري لاندې راوستي دي او خدای جل جلاله دې دا حالت ژر ختم کړي.

هغه پژواک ته وویل: “موږ خو کوچیان یو، ژوند مو داسې نه دی لکه دا نور خلک، نو تر بل هر چا کوچیان ډېر د دغې ناروغۍ له خطر سره مخ دي، خو هېڅوک زموږ په کیسه کې نه دي، نه چا مرستې راسره کړې دي، نه مو چا د کار او روزګار غم خوړلی دی. د کوچیانو ټول ژوند پر مالداري ولاړ دی، خو د مالدارۍ ساتلو لپاره هېڅ څه په واک کې نه لري، په کار ده چې دولت زموږ غم وخوري، داسې مرستې راسره کړي چې هم خپل مالونه وساتلای شو او هم خپل ځانونه.”

د کندهار ښار اوسېدونکى ٤٠ کوچى محمد يعقوب چې په خپله يې کرونا هم تېره کړې، وايي چې ډېره سخته وه، د کرونا په پيل کې د کوچيانو ډېر مشران له دې وبا څخه مړه شول، خو خلک پرې نه پوهېدل، وروسته بيا پوه شول چې دوى د کرونا له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا، دولت ورسره هېڅ ‌ډول مرستې نه دي کړې، نه یې پخوا کړې دي او نه یې اوس کړې دي، کرونا د کوچیانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی، له یوه ځایه بل ځای ته تګ راتګ نه شي کولای، د مالدارۍ ساتلو لپاره امکانات نه لري.

نوموړى وايي چې د ډاکټرانو ټيمونه يې جومات ته راغلي وو او د کرونا په اړه يې ورته معلومات ورکړي دي.

خو په ننګرهار کې مېشت کوچيان وايي، تر اوسه د کرونا په تړاو ورته عامه پوهاوی نه دی شوی.

د جمعه ګل سلطانخېل په نوم يوه کوچي پژواک اژانس ته وويل چې د کرونا لومړۍ څپه کې ډېر کوچيان ځکه کرونا وځپل چې نه ورته عامه پوهاوی شوی و او نه هم ورسره د کرونا له ځانګړې شوې بودجې مرسته ورسره شوې ده.

هغه زياته کړه، کوچيان زياتره نالوستي دي او نه پوهېدل چې له کرونا ځان څرنګه وساتي او نه يې هم پر دې باور درلود چې کرونا هم شته يا کومه عادي ناروغي ده.

ګلزمان يو بل کوچی دی چې د کرونا په برخه کې د حکومت له نه پاملرنې شکايت کوي او همدا نه پاملرنه وه چې ډېر کوچيان د کرونا له امله مړه شول؛ همدا دوه اوونۍ مخکې هم بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوی يو قومي د کرونا له امله ومړ.

په ننګرهار کې د کوچيانو چارو سمون ادارې مشر نېک محمد ارمان هم مني چې په دغه ولايت کې له کوچيانو سره نه د کرونا فنډ مرستې ترسره شوې او نه هم چا ورته عامه پوهاوی کړی دی.

هغه غوښتنه وکړه چې د کرونا دويمې څپې له پيله مخکې دې کوچيانو ته له کرونا د ځان ساتلو عامه پوهاوی ورکړل شي، مرستې دې ورسره وشي چې دوی خپل ځانونه پاک وساتي څو پر کرونا اخته نه شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو امر ډاکټر عبدالرشيد وفا وايي، د دوی عامه پوهاوی او خدمتونه عامه دي او داسې نه کوي چې کوم قوم ته ځانګړي شي.

هغه پژواک ته وويل، که کوچيان غواړي ځانګړی عامه پوهاوی ورته د کرونا په تړاو وشي، نو دوی ته دې وړانديز وکړي او ځايونه دې ورته مشخص کړي، دوی به ورته پروګرامونه برابر کړي.

د بلخ کوچيان هم وايي، د کرونا پر مهال ورسره مرسته نه ده شوې.

په شمال کې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل عبدالخالق وايي چې د کرونا پر مهال ورسره حکومت د يوې افغانۍ مرسته هم نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې بار بار يې مسوولو ادارو ته مراجعه کړې او د مرستې غوښتنه يې کړې؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی.

د کوچيانو دغه سرخېل وويل: “د کرونا له امله موږ تر ټولو ډېر زيانمن شوي يو، څو مياشتې کرنتين وو چې د څارويو پر پلور يې منفي تاثير وکړ، قيمتونه لوړ شول او د مالونو ساتنه ډېره سخته وه.”

نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت يې بايد غږ واوري او عاجلې مرستې ورسره وکړي.

په بلخ کې د کوچيانو رييس انجنير فاروق خان عبيدي هم پژواک ته وويل چې د کرونا له پيل راهيسې تر دې مهاله په دغه ولايت کې له کوچيانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د عبيدي په خبره، نه د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال له کوچيانو سره چا د خوراکي توکو مرسته وکړه او نه يې هم اوس د ملي دسترخوان پروګرام کې د دوی نومونه نيولي دي.

د بلخ د کوچيانو رييس وويل چې د کرونا ويروس له امله د کوچيانو وضعيت خراب شوی او مالداري يې زيان ليدلی دی. هغه د بېلګې په ډول وويل چې د کرنتين په پلي کېدو او د نرخونو په لوړېدو سره ډېرو کوچيانو د دې وس نه درلود چې خپلو څارويو او مالونو ته د خوراک توکي واخلي.

نوموړی غوښتنه کوي چې اوس بايد حکومت له کوچيانو سره د مرستې په خاطر لاس په کار شي، د ملي دسترخوان په نوم د مرستو وېشلو لړۍ کې بايد کوچيانو ته هم سهم ورکړل شي.

د افغانستان د کوچيانو لوى رياست رييس حبيب الرحمن احمدزى وايي چې د کرونا په اړه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې کوچيانو ته له بېلابېلو لارو عامه پوهاوى ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې عامه پوهاوى د اداري واحدونو، سرخېلانو او د کوچيانو شوراګانو له لارې ورکړل شوی او د پوهاوي برابر شوي مواد يې هم پرې وېشلي دي.

ده وويل: “کوچيان هم له کرونا څخه په روغتيايي او اقتصادي کچه ډېر زيانمن شوي، دغه راز مالدارۍ ته يې هم زيانونه اوښتي دي.”

احمدزى هم وايي چې له کوچيانو سره د کرونا پر مهال مناسبې مرستې نه دي شوې، په دې اړه يې څو ځلې د عامې روغتيا له وزارت سره اړيکې نيولې، شکايتونه يې هم کړي دي، خو هغوى کوم اقدام نه دى کړى.

دا چې په ټول هېواد کې څومره کوچيان پر کرونا اخته او مړه شوي، نوموړي په دې اړه کره معلومات نه درلودل، خو په ډاګه يې کړه چې دوى د نورو هېوادوالو په پرتله پر کرونا کم اخته او مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وياندې معصومې جعفري پژواک ته وويل چې دوى د کوچيانو په ګډون ټولو هېوادوالو ته د کرونا په اړه عامه پوهاوى ورکړى دى.

دا وايي، د عامې روغتيا وزارت سيار روغتيايي ټيمونو په بېلابېلو سيمو کې هغوى ته عامه پوهاوى ورکړى دى.

هغې زياته کړې، دا چې کوچيان له زيانمنونکو ډلو څخه دي، نو دوى ته په عامه پوهاوي کې لومړيتوب ورکړل شوى دى.

د نوموړې په وينا، د عامې روغتيا وزارت په مستقيمه توګه له چا سره مرستې نه دي کړې، خو روغتيايي خدمتونه يې وړاندې کړي دي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.