ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ځينو دولتي ادارو کې سوداګرو ته خنډونه جوړيږي”

“په ځينو دولتي ادارو کې سوداګرو ته خنډونه جوړيږي”

author avatar
11 Jan 2021 - 17:21
“په ځينو دولتي ادارو کې سوداګرو ته خنډونه جوړيږي”
author avatar
11 Jan 2021 - 17:21

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩): د کانونو او صنايع خونې رييس وايي چې په ځينو دولتي ادارو کې يو شمېر کسان د سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې له امله يې بيا دوى نه شي کولاى په ښه توګه خپلې چارې ترسره کړي.

دغه څرګندونې د کانونو او صنايع خونې رييس سخي احمد پيمان د هغه درې ورځني نندارتون په ترڅ کې وکړې چې په کابل کې د صنعت، کرنې او بانکدارۍ په برخو کې جوړ شوى دى.

ده وويل چې په هېواد کې ناامني ډېره زياته شوې، خو بيا هم دوى کوښښ وکړ چې د يوه نندارتون د پرانېستلو زمينه برابره کړي.

هغه وايي: ((موږ دغه نندارتون جوړ کړ او د خلکو راتګ موږ بېرته ډېر هيله مند کړي يو.))

نوموړي د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په ځينو دولتي ادارو کې يو شمېر کسان د سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې له امله يې بيا دوى نه شي کولاى په ښه توګه خپلې چارې ترسره کړي.

د پيمان په اند يواځې خصوصي سکتور کولاى شي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه را ټېټه کړي، نو بايد همکاري ورسره وشي.

همدرانګه د افغانستان د سوداګرو اتحاديي رييس عبدالهادي فرهنګ وويل چې د نورو ادارو ترڅنګ د ماليې په وزارت کې له سوداګرو څخه بډې اخيستل کيږي چې پر سوداګرۍ يې بدې اغېزې کړې دي.

نوموړى وايي چې د افغانستان يو شمېر سوداګريز مالونه د نورو هېوادنو په نومونو بهرنيو هېوادونو ته صادريږي چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.

د غونډې په پاى کې د کرنې وزير انورالحق احدي وويل چې د محصولاتو په برخه کې افغانستان د نړيوالو معيارونو پوره کولو ته ځان نږدې کړى دى.

هغه زياتوي: ((مخکې موږ دغه معيارونه نه درلودل، خو اوس مو ورته ځان ډېر نږدې کړى دى او هيله مند يم چې ژر يې ترلاسه کړو.))

احدي دا هم وويل چې د پخوا په څېر اوس د افغانستان توليدات په ځانګړي ډول جلغوزي د پاکستان په نوم نه، بلکې خپله د افغانستان په نوم بهر ته صادريږي.

د يادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې په پکتيا کې د جلغوزو د پروسس يوه لويه فابريکه هم پرانېستل شوه.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.