منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

جلال اباد کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت د يوشمېر پروژو چارې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت درې فرعي سړکونه، ويالې او د استنادي ديوالونو جوړېدو پروژې بشپړې شوې.

دا پروژې د مرغومي په ۲۳مه د جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو پرانيسته کې د جلال اباد ښاروال انجنير اباسين بهير وويل چې د ولسي تړون ملي برنامې په۱۵ اعشاريه ۵ ميليونه او د ولسي ونډې د ۱ اعشاريه ۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اتمې ناحيې اړوند پښتونستان شورا پر مټ بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دی وايي، په دغو پروژو کې ۱۲۰۶ متره سړک، ۹۷۸ د سړک غاړې ويالې، ۲۹۲ متره استنادي ديوال او پنځوس متره د ويالو پر سر د جاليو اچونې چارې بشپړې شوې.

نوموړي وويل، چې په ياد لګښت د پښتونستان دويمې مېنې ۱۴۴۱ متره سړک، ۱۳۷۳ متره د سړک غاړې ويالې او ۱۰۳ متره استنادي ديوال جوړ شوي دي.

د جلال اباد ښاروال زياته کړه، چې په ياد لګښت د ساحل اباد مېنې ۹۷۴ متره سړک، ۱۲۹۶ متره د سړک غاړې ويالې جوړې او پر ۳۰۷ متره د ويالو پر سر جالۍ واچول شوې.

د ولسي تړون برنامې عملياتي مسوول عبدالجبار احمدزي د يادو پروژو د کيفيت په اړه ډاډ ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چې په ساتنه کې يې همکاري وکړي.

د يادې سيمې قومي مشر ملک بهرام خان وويل، د دغو پروژو په پلي کېدو سره خلکو ته ډېره اسانتيا برابره شوه، ځکه سړکونه خام و او د باران په وخت کې به تګ راتګ   ستونزمن و.