ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: په افغانستان کې د لنډمهال حکومت ملاتړ نه کوو

امريکا: په افغانستان کې د لنډمهال حکومت ملاتړ نه کوو

author avatar
13 Jan 2021 - 15:33
امريکا: په افغانستان کې د لنډمهال حکومت ملاتړ نه کوو
author avatar
13 Jan 2021 - 15:33

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩): په کابل کې د امريکا سفارت وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د لنډمهال يا موقت حکومت رامنځته کېدو ملاتړ نه دی کړی.

د امريکا سفارت شازدافير د مرغومي په ٢٤مه په ټويټر کې ليکلي، ده او خليلزاد په دې وروستیو کې له افغان سياستوالو سره په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وينا، د دې خبرو په تړاو د خلکو اندېښنو اورېدو لپاره به ورته خبرو ته دوام ورکړي.

خو د امريکا سفارت شازدافير وايي چې دوی او امریکا په افغانستان کې د لنډمهال حکومت ملاتړ نه دی کړی.

هغه زیاته کړې: “موږ د یو لنډمهال حکومت ملاتړ نه دی کړی او د امریکا متحده ایالات هم د لنډمهال حکومت ملاتړ نه کوي، د افغانستان د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړه لري، موږ پر دې باور یو چې د سولې نتایج د افغانانو هیلې منعکسې کړي. ”

نوموړي ويلي،  امریکا د سیاسي جوړجاړي له لارې په افغانستان کې د شخړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، څو یو خپلواک او ډیموکراتیک افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.

په کابل کې د امریکا شاژدافیر په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پر مهال له یو شمېر افغان سیاسیونو سره په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت په اړه د هغوی نظرونه اورېدلي دي. خو تر دا مهاله دا اوازې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

دغه راز ځينو رسنيو خبر ورکړى چې يو شمېر سياستوال دوبۍ ته تللي او هلته يې له خليلزاد سره پر موقت حکومت خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې د امريکا سي اېن اېن ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي وو چې واک به منتخب ولسمشر ته لېږدوي.

Views: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.