ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه:د طالبانو د مرکچي پلاوي يوشمېر نور غړي هم قطر ته رسېدلي دي

سرچينه:د طالبانو د مرکچي پلاوي يوشمېر نور غړي هم قطر ته رسېدلي دي

author avatar
15 Jan 2021 - 15:49
سرچينه:د طالبانو د مرکچي پلاوي يوشمېر نور غړي هم قطر ته رسېدلي دي
author avatar
15 Jan 2021 - 15:49

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومی ۹۹): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي يوشمېر نور غړي هم دوحې ته رسېدلي دي، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له دې مخکې ځينو سرچينو ويلي وو چې په قطر کې د سولې بين الافغاني دويم پړاو خبرو له پيلېدو وروسته هم لا د دواړو لورو مرکچي پلاوو ځيني غړي دوحې ته نه دي رسېدلي، خو سرچينې وايي چې د دولتي پلاوي پاتې غړي به ډېر ژر هلته ورسېږي.
د بين الافغاني خبرو مرکچي پلاوي له درې مياشتنۍ خبرو وروسته د مشورو لپاره په شل ورځني رخصت ولاړل.
خو د مرغومي په ١٦مه د دولت پلاوى قطر ته ولاړ او په سبا يې د دويم پړاو خبرو لومړۍ ناسته ترسره شوه.
په قطر کې يوې باوري سرچينې د مرغومې په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شيخ عبدالحکيم حقاني په مشرۍ يوشمېر غړي له پاکستان څخه دوحې ته رسېدلي دي.
سرچينې د دغو کسانو د شمېر او نومونو په اړه معلومات په ډاګه نه کړل.
د راپورونو په اساس، د سولې د لومړي پړاو خبرو له پاى ته رسېدو وروسته د طالبانو د مرکچي پلاوي يوشمېر غړي له قطر څخه د پاکستان په رسمي بلنه ياد هېواد ته لاړل چې ځينې يې لا تراوسه هلته وو.
دغه راز يو بله سرچينه وايي چې په دې کسانو کې په اغلب ګومان ملابرادر، شيخ عبدالحکيم، انس حقاني او ملا فاضل شامل دي.
پژواک اژانس په دې اړه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له وياند ډاکتر نعيم سره اړيکه ونيوله، هغه که څه هم دوحې ته د يادو کسانو د ورتګ په اړه څه ونه ويل، خو پژواک ته يې زياته کړ:(( موږ مخکې هم چمتو وو او اوس هم چمتو يو، په دې اړه کومه خبره نشته.))
له دې مخکې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې په دوحې کې د سولې خبرې ځنډېدلې دي، خو تېره ورځ په قطر کې د دولت مرکچي پلاوي ځينو غړو او د طالبانو د قطر دفتر وياندډاکتر نعيم دا خبرونه بې اساسه بللي وو.
نعيم په ټويټر کې ليکلي، په قطر کې د سولې خبرې نه دي ځنډېدلې، د دواړو ټيمونو ترمنځ تماسونه موجود دي.
د نوموړي په وينا، په هېڅ ځاى کې د مذاکراتو مجلسونه په مسلسل ډول نه وي، ځکه کله کله خپلمنځي مجالسو ته هم اړتيا پېښيږي.
دغه راز د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند فريدون خوځون هم پژواک اژانس ته وويل چې په قطر کې د سولې خبرې نه دي ځنډېدلي، دوى اوس د اجنډا د موادو په تنظيم او توحيد بوخت دي.
خو په قطر کې يو بله سرچينه وايي چې له تېرې يکشنبې ورځې راهيسې تراوسه پورې د دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ ناسته نه ده شوې.
سرچينې وويل چې ټاکل شوې وه، دغه ناسته تېره چهارشنبه شوې واى، خو ونه شوه بيا ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ ناوخته وشي چې بيا هم ونه شوه.
هغه يې لامل تر ډېره د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو نه پوره کېدل بولي، خو طالبان په قطر کې د خپلو غړو د کمښت په اړه څه نه وايي.
تر دې مخکې سرچينو ويلي وو چې د دولت د مرکچي پلاوي څلور غړي هم لا نه دي تللي او کېداى شي په همدې ورځو کې ورسېږي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.