ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې دوه میلیونه کسان تراوسه د کرونا له امله مړه شوي

په نړۍ کې دوه میلیونه کسان تراوسه د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
15 Jan 2021 - 13:17
په نړۍ کې دوه میلیونه کسان تراوسه د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
15 Jan 2021 - 13:17

کابل (پژواک، ٢٦مرغومى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د مړو شويو کسانو شمېره دوه ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.
کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.
د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې (د مرغومي ٢٦ مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٣ ميليونه کسانو اوښتى دى.
دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٦٦ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، او دوه ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٣ميليونه او ٩١٧ زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٥٢٠ زره او په برازيل کې اته ميليونه او ٦٦٦ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٩٧ زره، په هندوستان کې ١٥١ زره او په برازيل کې ٢٠٦ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تراوسه ٥٣٨٣١زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٣٢٤کسان مړه او څه باندې ٤٥ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Visits: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.