ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې لاریون کوونکي: د عامې روغتیا رییس دې له دندې ګوښه شي

بلخ کې لاریون کوونکي: د عامې روغتیا رییس دې له دندې ګوښه شي

author avatar
16 Jan 2021 - 16:05
بلخ کې لاریون کوونکي: د عامې روغتیا رییس دې له دندې ګوښه شي
author avatar
16 Jan 2021 - 16:05

مزارشريف (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې لاريون کوونکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس بايد د فساد له امله له دندې ګوښه کړاى شي.

دغه معترضين د مرغومي په ۲۷مه د بلخ ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو او زياته يې کړه که يې غوښتنې ونه منل شي، خپل مدني حرکتونه به پراخ کړي.

د لاريون يوه سمبالوونکي نصيراحمد پژواک ته وويل چې په عامې روغتيا رياست او د بلخ ملکي روغتون کې فساد اوج ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه چې د همدې فساد له امله د روغتيايي خدماتو کيفيت خراب شوی دی.

نوموړي وويل: ((د بلخ په روغتيايي اداره کې مالي او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی، موږ د دغه وضعيت بدلون غواړو او دا هغه وخت کېدای شي چې د عامې روغتيا رييس تبديل شي.))

هغه زياته کړه چې په عامې روغتيا رياست  کې د فساد په تړاو پوره اسناد لري چې عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې وسپاري.

د شفيع الله په نوم يوه بل لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې د بلخ عامې روغتيا رياست او د بلخ ملکي روغتون کې ډېری مقرريانې د پيسو په بدل کې کېږي.

هغه وغوښتل چې د کرونا ويروس په شته ناسم وضعيت کې بايد د صحي برخو خدمات ښه شي؛ خو د هغه په وينا بلخ کې دغه خدمات ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړي وويل: ((که څوک غواړي د بلخ ملکي روغتون کې دنده واخلي او يا هلته خپله ستاژ دوره ترسره کړي؛ نو نامشروع غوښتنې ورنه کېږي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له دې اړخه ډېرې ځورېږي.))

د هغه په وينا، که غوښتنې يې ونه منل شي او د عامې روغتيا رييس تبديل نشي؛  نو دوی به خپل مدني حرکتونه پراخ کړي.

د بلخ ولايتي شورا وايي چې په عامې روغتيا رياست کې د شته فساد په اړه ورته اسناد رسېدلي دي.

د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور پژواک ته وويل چې معترضينو د خپلو ادعاوو په اړه يو شمېر اسناد ولايتي شورا ته سپارلي دي.

هغه زياته کړه چې ولايتي شورا به له قانون سره سم دغه موضوع و څېړي او په دې اړه به خپل راپور اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړي.

د مسرور په خبره، که د بلخ د عامې روغتيا پر رييس خليل الله حکمتي شوې ادعاوې رښتيا ثابتې شي؛ نو دوی به يې په اړه قانوني اقدامات وکړي.

بل لور ته د بلخ د عامې روغتيا رييس خليل الله حکمتي په دې اړه د پژواک اړيکه ځواب نه کړه.

په ورته مهال د بلخ د ملکي روغتون د داخله برخې رييس پروفيسور وکيل متين پژواک ته وويل چې دغې موضوع ته دې سياسي رنګ نه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې له تېرو څه باندې پنځلس کلونو راهيسې د بلخ عامې روغتيا په چوکاټ کې د فساد په اړه ادعاوې شته چې بايد ټولې وڅېړل شي.

هغه وويل چې که څوک د عامې روغتيا پر رييس د فساد ادعاوې لري؛ نو بايد د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې يې تعقيب کړي.

د هغه په خبره، دغه مسايل بايد د بلخ د ملکي روغتون پر چارو منفي اغېز ونه کړي.

پژواک اژانس وغوښتل چې په دې تړاو د بلخ ولايت مقام نظر هم واخلي؛ خو د والي وياند په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

Visits: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.