ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بیا رد کړه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بیا رد کړه

author avatar
16 Jan 2021 - 15:07
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بیا رد کړه
author avatar
16 Jan 2021 - 15:07

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومی ۹۹): ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه د «سرغړونو د نه اصلاح او د حکومت د دوو نورو سرغړونو» له امله د رایو په اکثریت بیا رد کړه.

یادې جرګې د ۱۱۰۰ ولایتي پروژو د حذف، په احتیاطي کودونو کې د بودجې زیاتولو او څو نورو مواردو له امله د مرغومي میاشتې په لسمه هم د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه رد کړې وه.

حکومت د بودجې دویمه طرحه تېره اوونۍ ولسي جرګې ته ولېږله.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ ناسته کې وویل، حکومت نه یوازې د بودجې په لومړۍ طرحه کې د سرغړونو په نښه شوي ۱۷ موارد نه دي اصلاح کړي، بلکې د بودجې په دویمه طرحه کې یې دوه نورې سرغړونې هم زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د بودجې په دویمه طرحه کې د «دولتي کارکوونکو د معاشونو انډول یا یو شان کولو» موضوع چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوې ده، ځای پر ځای شوې نه ده.

نه توازن، د بودجې په سند کې د ملي دسترخوان پروګرام شاملېدل، پور او ځینو ادارو ته د ډېرې بودجې اختصاص د هغو دلایلو له ډلې دي چې د جرګې د نن ورځې ناستې ته د دې جرګې د مالي او بودجې کمېسیون له خوا د بودجې د دویمې طرحې د رد د دلایلو په توګه عنوان شوي دي.

د ملي دسترخوان پروګرام مخکې د ولسي جرګې له خوا رد شوی دی.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمېسیون رییس میر افغان صافي په نننۍ ناسته کې وویل، سربېره پر دې چې د بودجې په مخکني سند کې ۸۳۰۰ بستونه له تشکیله کم شوي وو، اوس ۱۳۰۰ نور هم کم شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، د ولسمشرۍ ریاست د عملیاتي واحد لپاره د ۴،۳ میلیارد افغانۍ په داسې حال کې په پام کې نیول شوې چې دغه واحد تر اوسه د ولسي جرګې له خوا نه دی تصویب شوی.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د ملي بودیجې طرحه رایې ورکونې ته وړاندې کړه، چې له ۱۵ شنو کارتونو پرته د استازو د مخالفو رایو په اکثریت رد شوه. په نننۍ ناسته کې ۱۳۵ وکیلان حاضر وو.

د یاد کمېسیون د مخکنیو معلوماتو له مخې، د بودجې په لومړۍ طرحه کې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره په ټولې شاوخوا ۴۵۲،۶ میلیارد افغانۍ وې چې له ۲۹۵،۸ میلیارد افغانۍ ډېره عادي بودجه او ۱۵۶،۸ میلیارد نوره پراختیايي بودجه وه.

د بودجې د مالي کمېسیون معلوماتو له مخې، د یادې بودجې لپاره ۲۱۶ میلیارد افغانۍ له داخلي عایداتو او پاتې نورې د نړیوالې ټولنې او هغه پور تمویلېږي چې افغان دولت له ځينو بنسټونو څخه ترلاسه کړې دي.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.