ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ددولت او طالبانو د مرکچي پلاوو مشرانو سره ولیدل

ددولت او طالبانو د مرکچي پلاوو مشرانو سره ولیدل

author avatar
17 Jan 2021 - 22:26
ددولت او طالبانو د مرکچي پلاوو مشرانو سره ولیدل
author avatar
17 Jan 2021 - 22:26

کابل(پژواک,۲۸مرغومی۹۹): په قطر کې د دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو مشرانو نن ماښام سره لیدلي دي.
د دولت د مرکچي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې نن ماښام په دوحه کې د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو د رییسانو ترمنځ ناسته وشوه.
د هغه په خبره چې په دې ناسته کې د دواړو ټيمونو د مشرانو ترڅنګ د پلاوو ځینې غړي هم موجود وو.
دده په خبره چې په دې ناسته کې د سولې خبرو د اجنډا او د راتلوونکو ناستو په اړه خبرې وشوې.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم هم ددغې ناستې ترسره کېدو پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې د اجنډا د راتلوونکو غونډو په هکله هم خبرې وشوې.

نن په قطر کې یوشمېر سرچینو پژواک اژانس ته ویلي وو چې له یوې اوونۍ راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ ناسته نه ده شوې او داسې ادعا یې کړه وه چې طالبان ناستو ته زړه نه ښه کوي.

بلخوا سرچینې وایي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې دی او تېره ورځ يې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

ډاکتر نعیم دغه لیدنه تاییدوي او وایي چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملابرادر او د دوی د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني پرون ماښام په قطر کې له خلیلزاد سره لیدلي دي.
هغه وایي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون درلود.

دده په خبره, ټولو خواوو ټينګار وکړ چې ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي، او ټول بايد په دې اړه خپل مسئوليتونه په سمه توګه سر ته ورسوي.

د یادونې ده چې په قطر کې د سولې خبرې د روان کال د وږي میاشتې په ۲۲مه د نړیوالو په حضور کې پیل شوې, د لومړي پړاو خبرو نږدې درې میاشتې دوام وکړ, بیا د دواړو لورو ترمنځ درې اوونۍ وقفه وشوه خو د مرغومي په ۱۷مه د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو لومړۍ ناسته تر سره شوه

Visits: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.