ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې له سلګونو بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

بغلان کې له سلګونو بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
18 Jan 2021 - 16:48
بغلان کې له سلګونو بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
18 Jan 2021 - 16:48

پلخمري (پژواک، ٢٩ مرغومی ٩٩): د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت له ٦٧٦ بېځايه شويو کورنيو سره نغدي مرستې ترسره شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان مرستیال ذبیح الله احساس وويل چې د اى او ام خيريه موسسې له لوري د دغه ولايت له ٦٧٦ بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي او ځينې نورې مرستې وشوې.

هغه وايي چې له هرې کورنۍ سره د څه باندې ١٥ زره افغانيو مرسته شوې ترڅو د ژمي لپاره پرې توکي واخلي.

دغه راز د بغلان د کډوالو چارو ريیس شفیق الله شفق وایي، د یادو بې ځایه شويو کډوالو سروې په شفافه توګه ترسره شوې او دغه ټول کسان هغه بېوزله کورنۍ دي چې په وروستیو کې د جګړو له امله بېځايه شوي دي.

ده وويل چې هرې کورنۍ ته ١٥٣٥٠ افغانۍ او درې کمپلې ورکول شوې.

بل لورته يوې مرسته اخيستونکې سارا پژواک ته وويل، دا څوم ځل دى چې د جګړې له امله بې ځايه کيږي.

هغې مننه وکړه چې مرستې ورسره وشوې، خو ويې ويل چې ډېر ځپل شوي او دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.

د بغلان د کډوالو رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.