ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۱۳۷ پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۱۳۷ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
19 Jan 2021 - 15:57
افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۱۳۷ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
19 Jan 2021 - 15:57

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومي ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴۲۷۸ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په ٣٠مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٠٩٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٣٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴۲۷۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۳۳ په هرات، ۲۳ په ننګرهار، ۲۲ په فاریاب، ۱۹ په بادغیس، ۶ په غور، ۵ په کابل، ۵ په هلمند، ۳ په تخار، ۲-۲ په نیمروز، وردګ، کونړ، خوست، نورستان، ۱-۱ په کندرها، پکتیا، بغلان، پروان، کندوز، کاپیسا، لغمان او سمنګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۶۵۵۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٨ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٣٥٤ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ خو په دې وروستيو کې د کرونا نوى بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوى بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي دي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.