کابل (پژواک ۲ سلواغه ۹۹) : افغانستان دکرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.
دا لوبه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، افغانستان یې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وګړه.
ملي لوبډلې په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې دنهو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې او سیالې ډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري رحمن الله ګربز چې دا یې لومړۍ لوبه وه ۱۲۷ منډې جوړې وکړې. دغه راز راشد خان ۵۵ تیزې منډې وکړې.
دایرلینډ لوبډې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۷۱ منډېوکړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۶ منډو.په توپیر سره وګټله.
رحمن الله ګربز د افغانستان لومړنى توپوهونکى شو، چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله. همدا راز په نړيواله کچه بيا ١٦م لوبغاړى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه.
Visits: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن