ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال ٨٠ کسان په کرونا اخته او ٧ يې له امله مړه شوي

افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال ٨٠ کسان په کرونا اخته او ٧ يې له امله مړه شوي

author avatar
21 Jan 2021 - 14:40
افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال ٨٠ کسان په کرونا اخته او ٧ يې له امله مړه شوي
author avatar
21 Jan 2021 - 14:40

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٨٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴۴۸۳ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د سلواغې په دويمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٦٦ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٨٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴۴۸۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۲۱ په هرات، ۱۳ په ننګرهار، ۱۲ په کابل، ۹ په کونړ، ۴ په بدخشان، ۳ په غزني، ۳ په فاریاب، ۲ په کندهار، ۲ په کاپیسا او ۱-۱ په بغلان، وردک، لوګر او پنجشېر ولايتونو ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۶۸۸۷ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٣٧٠ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ خو په دې وروستيو کې د کرونا نوى بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوې بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.