ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د خبرو اترو په جریان کې تاوتریخوالی د منلو نه دی

عبدالله: د خبرو اترو په جریان کې تاوتریخوالی د منلو نه دی

author avatar
23 Jan 2021 - 19:37
عبدالله: د خبرو اترو په جریان کې تاوتریخوالی د منلو نه دی
author avatar
23 Jan 2021 - 19:37

کابل (پژواک ۴ سلواغه ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، د خبرو اترو په جریان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې چې دا د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي دغه خبرې نن (شنبه) د ځوانانو په چارو کې د کمېسیون د پرانېستې په غونډه کې کړې دي او زياته کړې يې ده چې د خبرو اترو په جریان کې تاوتریخوالی افغانانو ته د پوښتنې وړ دی.

ډاکټرعبدالله عبدالله د هدفي وژنو او ترهګریزو فعالیتونو په غندنې وویل، له بده مرغه د تاوتریخوالي لمن پراخه شوې او دلیل یې پر جنګ او تاوتریخوالي د طالبانو ټینګار دی، چې افغانانو ته د تاوتریخوالي زیاتېدل د منلو وړ نه دي.

ده زیاته کړه، د سولې ټنګښت په برخه کې لومړی قدم د تاوتریخوالي کمول و چې ونه شو، باید اوربند شوی وی، ترڅو خلکو په سوله باور پیدا کړی وی.

د هغه په وينا، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د ملي مصالحې عالي شورا په واضحو لارښوونو او هدایاتو د انعطاف منلو په روحیه په خبرو اترو کې ګډون کړی، باید طالبان هم دغه روحیه ولري او د سولې په برخه کې خپل جدیت ښکاره کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس د ځوانانو چارو کمېسیون له پیل څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، ځوانانو په تېر کې ډېره قرباني ورکړې او اوس هم د جګړې په دواړه خواوو کې قرباني کیږي.

عبدالله زیاته کړه، ځوانان د هېواد ژغورنې او ابادۍ په برخه کې هڅې کوي، دوی د حکومتدارۍ ټينګښت، د بیان ازادۍ د پیاوړتیا، خصوصي سکټور، فرهنګي او مدني فعالیتونو کې جوړوونکی او فعال رول لري.

ده ټینګار وکړ چې د سولې ټنګښت په برخه کې د ځوانانو رول حیاتي او ضروري دی، چې په همدې موخه د ملي مصالحې عالي شورا په چوکاټ کې د ځوانانو چارو کمېسیون جوړ شو، ترڅو د ځوانانو رول د سولې په پروسه کې غښتلی شي.

ډاکټر عبدالله وویل، د همدې کمېسیون له خوا به د ټول هېواد څخه د ځوانانو نظرونه را اخیستل کیږي او د سولې خبرو اترو په مېز کې به مطرح کیږي او د سولې ترڅنګ ضروري ده چې له ټولنې څخه خبر اوسو.

د ملي مصالحې عالي شورا لومړي مرستیال ډاکټر عنایت الله بابر فرهمند وویل، دولتي، فرهنګي او مدني ادرسونه او نړیوال سازمانونه د ځوانانو چارو په کمېسیون کې شامل دي. د دې کمېسیون جوړولو څخه موخه د سولې په پروسه کې د ځوانانو ورګډول او د دوی ترمنځ د لا ښه انسجام لپاره دي.

ده زیاته کړه، ځوانان په ټولو صحنو کې فعال حضور لري، هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې یې هم رول غښتلی وي، ځکه چې سوله د افغانستان د ځوان نسل پورې اړه لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې وویل، د سولې جوړونې، د تاوتریخوالي په کمښت او ټولنیزې سولې کې د ځوانانو فعالیت ضروري دی او باید د دوي ونډه ډېره شي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.