ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ايرلينډ ته په درېيمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او لړۍ يې وګټله

افغانستان ايرلينډ ته په درېيمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او لړۍ يې وګټله

author avatar
26 Jan 2021 - 19:59
افغانستان ايرلينډ ته په درېيمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او لړۍ يې وګټله
author avatar
26 Jan 2021 - 19:59

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): افغانستان د کرکټ په درېيمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې هم ايرلينډ ته ماتې ورکړه او ددريو لوبو لړۍ يې درې پر صفر وګټله.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په ابو ظهبۍ ښار کې ترسره شوې.

د دريمې لوبې پچه يا ټاس ايرلينډ وګټلو او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د پيل دوو لوبغاړو تيزه لوبه پيل کړه، خو په ٤٠ منډو دواړه رحمن الله ګربز او جاويد احمدي وسوځيدل، ورپسې ژر رحمت شاه هم وسوځېد.

لوبډل مشر اصغر افغان له محمد نبي سره محتاطانه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې تر سلو زياتې کړې، په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې افغانستان د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو سره ٢٦٦ منډې جوړ ې کړې او ايرلينډ ته يې د ٢٦٧منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري راشد خان ٤٨، اصغر افغان ٤٠ ، ګلبدين نايب ٣٦، محمد نبي ٣٢ او رحمن الله ګربز ٢٢ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د ايرلينډ لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په اته څلوېښتم اوور کې په ٢٣٠ منډو وسوځيدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٣٦ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان څلور ، مجيب دوه ، نوين الحق او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول.

راشد خان د درېيمې لوبې او د ايرلينډ پال سټرلينګ ددې لوبو د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

تر دې مخکې افغانستان له ايرلينډ څخه لومړۍ او دويمه لوبه هم ګټلې وه.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.