ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر سل ميليونو ته ورسېد

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر سل ميليونو ته ورسېد

author avatar
26 Jan 2021 - 11:49
نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر سل ميليونو ته ورسېد
author avatar
26 Jan 2021 - 11:49

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٠٠ ميليونه کسانو ته ورسېد، چې يواځې ٢٥ ميليونه يې په امريکا کې دي.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٠٠ ميليونه کسانو ته رسېدلى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٧٢ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، دوه ميليونه او ١٤٩ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٥ ميليونه کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٦٧٧ زره او په برازيل کې اته ميليونه  او ٨٨٢ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٤٣١ زره، په هندوستان کې ١٥٣ زره او په برازيل کې ٢١٧ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ٥٤٧٥٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٣٨٩ کسان مړه او څه باندې  ٤٧زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.