ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجانۍ نجلۍ: د سولې لمر د راختلو په حال کې دی

جوزجانۍ نجلۍ: د سولې لمر د راختلو په حال کې دی

author avatar
30 Jan 2021 - 10:05
جوزجانۍ نجلۍ: د سولې لمر د راختلو په حال کې دی
author avatar
30 Jan 2021 - 10:05

شبرغان (پژواک، ۱۱ سلواغه ٩٩): د جوزجان ۱۵ کلنه اوسېدونکې چې له څلورو کلونو راهیسې یې د سولې لپاره عدالت غوښتنه کړې او لسګونه کورنیو ته یې قناعت ورکړی چې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي وايي، په هېواد کې د سولې لمر د راختو په حال کې دی، باید د الله تعالی دربار ته د دعا لاسونه پورته کړو او د هغه شکر ادا کړو.

د شهزاده په نوم یوه نجلۍ چې ۱۵ کاله مخکې د یو بزګر په کورنۍ کې زېږېدلې د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او اوس د خواجه دوکوه د نجونو لېسې په اتم ټولګي کې پر زده کړو بوخته ده.

هغه وايي، په پنځه کسیزه کورنۍ کې یې یوازې دا او ورور ښوونځي ته ځي، مور او پلار یې د زده کړو له نعمته بې برخمې دي.

شهزاده چې د ښوونځي عمومي اول نومره ده څلور کاله مخکې په جوزجان کې «د ماشومانو د ملاتړ دفتر د ماشومانو د ساتنې سیستم د تقویې شبکې» د ماشومانو د حقونو په ښوونیزو پروګرامونو کې شامله شوه.

شهزاده په دغه دفتر کې له شاملېدو وروسته تر اوسه د خپل ښوونځي د نجونو د ستونزو په حل، د جوزجان په مرکز او ځينو ولسوالیو کې د ماشومانو د حقونو د تامین په برخه کې کار کوي. نوموړې وايي: “په دغه دفتر کې له جذب وروسته کم جرئته نجلۍ وم او نه مې شو کولای چې د ښوونځي په درسي چارو کې فعاله ونډه واخلم، تصور مې کړ چې د ښوونځي د ټنبلو شاګردانو له ډلې یم. دغې مسالې ذهنا ځورولم، ان کله چې خبره شوم په ښوونځي کې د ماشومانو د دفاع کمېټه جوړه شوې په دې کمېټه کې هم شامله شوم.”

هغه چې په څو سیمینارونو کې له ګډون وروسته توانېدلې چې په ښوونځي کې يوه نمونه وي، په دې څلورو کلونو کې یې له لسګونو هغو کورنیو سره چې ښوونځي ته یې د لوڼو د تګ مخه نیوله خبرې کړې او دوی یې قانع کړي چې خپلو لوڼو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

د سولې او ماشومانو د حقونو په تړاو د ښوونیزو سیمینارونو جوړول:

شهزاده چې د ښوونځي یونیفورم یې پر تن و له نورو زده کوونکو سره یو ځای سهار وختي د سولې او ماشومانو د حقونو اړوند ښوونیز پروګرام کې د ګډون لپاره روانه وه.

له نوې ځوانې شهزادې مو وغوښتل چې په دغه ښوونیز پروګرام کې یې ګام پر ګام تعقیب کړو او له دې سره د خبرو ترڅنګ په دغه پروګرام کې د نوموړې فعالیتونه هم تر پوښښ لاندې راولو چې د شهزاده له خوا ومنل شوه.

نوموړې د خپلو دغو فعالیتونو یوازینۍ موخه له اوسني دردناک وضعیته د خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو چې د هېواد د راتلونکي جوړوونکي دي وتل وبلل او پژواک ته یې وویل: “له الله ج څخه غواړو چې په هېواد کې مو سوله راشي، څو زموږ هېواد هم د نورې نړۍ په څېر پرمختګ وکړي او موږ ماشومان روښانه راتلونکی ولرو.”

شهزاده پژواک سره د خبرو پر مهال له نورو ټولګیوالو سره ښوونځي ته داخل شوه او هغه ټولګي ته لاړه چې ټاکل شوې وه سیمینار په کې وړاندې شي، ټولګي ته له ننوتلو وروسته یې له بکسه کتابچه را وایستله او د متن پر ویلو بوخته شوه او ويې ویل، په دغه سیمینار کې د ویونکې رول لري.

هغې سیمینار د جګړې د پای ته رسولو او سولې د تامین په دعا پیل کړ او خپلې خبرې یې داسې پیل کړې: “موږ د جوزجان ماشومان له طالبانو غواړو چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي، موږ ټول خلک، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري له جګړې ستړي یو او سوله غواړو، جګړې زموږ ټولو ژوند تیاره کړی دی.”

نوموړې د خپلو خبرو په دوام چې په جګړه کې یې د ځينو دوستانو او خپلوانو د وژلو کیسه کوله او ستونی یې ډک و زیاته کړه: “نن که په دې طرف کې هم زموږ وروڼه ژوند له لاسه ورکوي زموږ له وینې دي او که د مقابل لوري هم څوک وژل کېږي زموږ له وینې دي، نو جګړه د څه لپاره؟”

نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې د سولې د ارزښت او جګړې د بدو پایلو په اړه نجونو ته معلومات ورکول وویل: “د سولې پروګرامونو جوړول د ماشومانو لپاره ډېر ضروري دي، د مخالفينو لیکو ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي، د سولې او ثبات په راوستو کې اغېزمن رول لري.”

په ښوونځي او کورنۍ کې د ماشومانو د ستونزو حل:

د جوزجان دغه ۱۵ کلنه اوسېدونکې ښوونځي ته د ماشومانو د تګ لپاره د عدالت غوښتنې او سولې د پروګرامونو ترڅنګ د ښوونځي په داخل او بهر کې د نجونو د ستونزو د حل لپاره هم کار کوي او تر اوسه توانېدلې چې په ښوونځي او کورنیو کې د ماشومانو لسګونه ستونزې هوارې کړي.

هغې وویل: “د هغو ماشومانو په ژوند راپور لیکم چې د بېلا بېلو لاملونو له امله ورسره تاوتریخوالی کېږي او هغه دفتر ته وړاندې کوم چې حل لاره ورته پیدا کړي.”

د هغې په باور: “که یوه کورنۍ ټولنې ته سالم ماشوم وړاندې کړي په دې معنا چې یوه سالمه کورنۍ یې ټولنې ته وړاندې کړې او دغه امر کولای شي د سوله ییز هېواد د لرلو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.”

شهزاده هیله لري چې په راتلونکي کې ډاکتره شي او له دې لارې خلکو ته خدمت وکړي.

شهزاده د نورو زده کوونکو ترمنځ یو الګو ده

په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د نجونو د لېسې ښوونکې صدیقې هوشمند پژواک ته وویل، شهزاده مخکې شرم ناکه او ګوښه ناستې نجلۍ وه چې په درسي مسایلو کې یې کمه ونډه اخیسته، خو نوموړې اوس د نورو زده کوونکو ترمنځ یوه غوره الګو ده.

هغې وویل: “شهزاده د ښوونځي پر زده کړو سربېره زموږ او د دې ولسوالۍ د نورو ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د سولې او ماشومانو د حقونو اړوند د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کوي چې زموږ د ښوونځي لپاره ویاړ ده.”

هوشمند روښانه کړه چې د شهزاده کار نېک او انساني دی، په کلیو او ولسوالۍ په کچه پېژندل شوې، بریالۍ کیسې لیکي، کورنیو او ماشومانو ته مثبت ذهنیت ورکوي.

نوموړې زیاته کړه، اوس نور زده کوونکي هم غواړي چې د شهزادې په څېر خپل استعدادونه وغوړوي او ګټور فعالیتونه ترسره کړي.

د شهزاده پلار محمد ابراهیم پژواک ته وویل: “زه بې سواده او بزګر سړی یم، او د سواد په اړه نه پوهېږم، خو د زده کړو په ارزښت پوهېږم، د خوښۍ احساس کوم چې لور مې د سولې او ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي او د سیمې خلکو ته د انسانیت ښه درس ورکوي.”

نوموړي په دې هیله چې اولادنه یې ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي زیاته کړه: “ما د بېوزلۍ او نادارۍ له امله له ماشتوبه مزدور کاري کړې او له ښوونځي پاتې یم، خو اولادونه مې نه پرېږدم چې نالوستي پاتې شي.”

د ماشومانو ملاتړ دفتر د ماشومانو د ساتنې سیستم پیاوړتیا شبکې مسوول بهلول حاجتي پژواک ته وویل، شهزاده له هغو ۳۰۰ ماشومانو څخه ده چې له څلورو کلونو راهیسې د ماشومانو د حقونو اړوند عدالت غوښتنې او د سولې په برخه کې کار کوي او د یادو ماشومانو ترمنځ یوه الګو ده.

هغه زیاته کړه: “دغه نجلۍ په کم وخت کې توانېدلې چې خپل استعداد ته وده ورکړي او له زموږ سره یې هم د رضا کارې په توګه د چارو ترسره کېدو کې مرسته وکړه.”

۱۲ کلنې حبیبې چې کورنۍ یې ښوونځي ته د تګ مخه نیوله پژواک ته وویل: “شهزادې زه له نورو ماشومانو سره په کوڅه کې په لوبو ولیدم، کله چې پوه شوه کورنۍ مې ماته ښوونځي ته د تګ اجازه نه راکوي مور ته مې راغله او ورته يې وویل، ښوونځي ته باید زما د تګ مخه ونه نیسي.”

دغې نجلۍ زیاته کړه مور يې لومړى د هغې خبرې ونه منلې او شهزاده ته یې وویل، په دې اړه یوازې د حبیبې پلار تصمیم نیولای شي.

حبیبې زیاته کړه: “شهزاده له دوو قومي مشرانو سره زما پلار ته راغله او له هغه یې غوښتنه وکړه چې  ښوونځي ته د تلو اجازه وکړي، د شهزاده د پرله پسې غوښتنو وروسته مې پلار اجازه راکړه چې ښوونځي ته لاړه شم او اوس په څلورم ټولکي کې زده کړې کوم.”

د حبیبې پلار عبدالحمید وویل: “کله چې شهزاده ښوونځي ته زما د لور حبیبې د تګ اجازې لپاره زما کور ته راغله زما لپاره ډېره جالبه وه. له ځان سره مې فکر وکړ دغه کم عمره نجلۍ غواړي ما پوه کړي چې لور ته مې ښوونځي ته د تګ اجازه وکړم، خو کله چې نوموړې پر والدینو د ماشومانو د حقونو په اړه راته وویل ډېر تعجب مې وکړ چې ۱۵ کلنه نجلۍ په داسې منطق او استدلال دومره ښایسته خبرې کوي.”

هغه زیاته کړه: “زه واقعاً د شهزاده د خبرو تر اغېز لاندې راغلم او ومې غوښتل چې زما لور هم درس ولولي او د هغې په څېر شي؛ همدا لامل و چې لور ته مې اجازه ورکړه څو ښوونځي ته لاړه شي او زده کړې وکړي.”

له ماشومانو سره د تاوتریخوالي مخنیوی:

د ولسوالۍ په کچه د شهزاده له خوا هوارې شوې ستونزې تر ډېره د ماشومانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په برخه کې دي.

شهزاده وویل، په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې ډېری خلک پر کرنیزو چارو بوخت دي، ماشومان د ښوونځيو د رخصتۍ پر مهال د کرنې او مالدراۍ اړوند درنو کارونو ترسره کولو ته اړ باسي او که ماشومان د مور او پلار له امر څخه سرغړونه وکړي نو تاوتریخوالی ورسره کېږي.

نوموړې په یاده ولسوالۍ کې د ماشومانو دغه ډول وضعیت ته په کتو د ماشومانو له لسګونه کورنیو سره د ناستو د ترسره کولو سربېره د ماشومانو د حقونو د تامین په برخه کې کار کړی دی، کله یې چې په خپله سیمه او ولسوالې کې داسې کورنۍ لیدلې چې اقتصادي ستونزې لري نو د ماشومانو د ساتنې جوړې شوې کمېټې ته یې مراجعه کړې او د دوی د ژوند په اړه یې راپور ورکړی، څو د امکان په صورت کې له یادې کورنۍ سره مرسته وشي.

هغې وویل، ځينې وخت یې دغه ستونزې په یوازې ځان هوارې کړې او په ځينو مواردو کې یې د ماشومانو د ملاتړو مرکزونو په مداخله یادو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.

د رابعې په نوم د شهزاده ټولګیوالې وویل: “په لومړیو کې مې د شهزاده د کارونو په اړه معلومات نه لرل، فکر کوم ښايي زموږ د برداشت تر کچې لوړې خبرې یې کولې، خو وروسته د نوموړې د خبرو او ناستو لپاره لېواله شوم.”

نوموړې زیاته کړه: “کله چې هغه د سولې او ماشومانو د حقونو اړوند خبرې کوي زموږ لپاره ډېره جالبه ده، ځکه موږ په دې اړه ډېر نه پوهېږو.”

هغې پژواک ته وویل: “اوس د شهزاده په برکت په تمامه معنا د ماشومانو حقونه پېژمنم او د سولې د ارزښت او جګړې د زیانونو په اړه خبره یم، زه او نور ټولګیوال مې هیله لرو چې ټول د شهزاده په څېر شو، ځکه د سولې او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې فعالیتونه زموږ د ښوونځي د ټولو زده کوونکو په ژبه دي.”

د سولې خبرو په اړه خوشبیني:

۱۵ کلنې شهزادې په خپلې وينا کې د سولې خبرو ته هم اشاره وکړه.

هغې په داسې حال کې چې یادو هڅو ته ډېره هیله منده او خوشبینه وه وویل: “زموږ د خلکو دعا د الله ج په دربار کې د قبلېدو په حال کې ده باید شکر یې ادا کړو.”

دغې ځوانې نجلۍ زیاته کړه، افغان ماشومان له ټولو ډېر د جګړې قرباني دي.

شهزاده چې یوازینۍ هیله یې په هېواد کې د سولې ټینګښت دی له ټولو ماشومانو او تنکیو ځوانانو وغوښتل چې د امکان تر کچې د سولې لپاره عدالت غوښتنه وکړي، له کورنیو یې پیل کړي، په کوڅه او بازار، مدرسه او ښوونځي کې خپل همزولي سوله غوښتنې ته وهڅوي.

هغې له دولت او طالبانو وغوښتل چې د مور او پلار له مینې پر محرومو ماشومانو، تیاره برخلیک لرونکو ماشومانو او نوو نیالګیو چې د وچېدو له خطر سره مخ دي رحم وکړي، د جګړې ټغر ټول کړي او فرصت ورکړي چې په هېواد کې له کلونو وروسته د سولې لمر را پورته شي.

Visits: 150

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.