ژبه

په کابل ښار کې چاودنې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): د کابل پولیس وایي چې په کابل ښار کې د ملي اردو پر موټر چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دی پېښې د تایید ترڅنګ وویل چې دغه چاودنه نن غرمه دوولس بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند په جنګلک سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې یو امنیتي منسوب او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار په شهید څلورلاره کې د سولې په چارو کې د دولت  وزارت د دفتر د رییس پر موټر چاودنه وشوه او په یوه بله پېښه کې د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د ماین چاودنو ډېرېدو د کابل ښاریان سخت اندېښمن کړي دي.

ورته موضوع