ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متخصصين: د کرونايي مړي په تکفین او تدفین کې باید روغتیايي سپارښتنې مراعات شي

متخصصين: د کرونايي مړي په تکفین او تدفین کې باید روغتیايي سپارښتنې مراعات شي

author avatar
3 Feb 2021 - 10:04
متخصصين: د کرونايي مړي په تکفین او تدفین کې باید روغتیايي سپارښتنې مراعات شي
author avatar
3 Feb 2021 - 10:04

کابل (پژواک، ١۵ سلواغه ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې ځينې کرونۍ د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو خلاف د کرونايي مړو جسدونه له روغتونه وړي او د تکفین او تدفین پر مهال وضعه شوې سپارښتنې نه مراعاتوي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي چې کرونا ویروس د تنفس، ټوخي او پرنجي پر مهال انتقالېږي، که څه هم په روغتون کې د مړي له مینځلو، ضد عفوني کولو، کفن ورکولو او تابوت کولو وروسته له جسده نورو کسانو ته کرونا ویروس نه انتقالېږي، خو بیا هم باید د کرونايي مړي له جسد سره له مستقیمې اړیکې ډډه وشي.

د کرونايي مړو کفن کولو لپاره روغتیايي لارښوونې:

په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان عامې روغتیا وزارت «په روغتیايي مرکزونو او کور کې د مړي مدیریت لپاره د کرونا ویروس کنټرول او وقایه» په نوم روغتیايي لارښود خپور کړ.

د دغه لارښود پر اساس، هغه سطحه او چاپېریال چې مړی په کې مینځل کېږي، باید په اوبو او د «سودیم هایپو کلوریت» پر محلول ومینځل شي او دغه محلول دې پر هغه محیط له یوې دقیقې ډېر پاتې شي.

دغه راز په یاد لارښود کې راغلي، طبي وسایل او تجهیزات، لوښي او جامې دې ضد عفوني شي او له ویروسه د وسایلو او تجهیزاتو پاکولو لپاره دې له ایتایل الکول «ایتانول» مادې او سودیم هایپو کلوریت څخه استفاده وشي.

په همدې ډول ویل شوي وو، هغه کسان چې په مستقیم ډول له مړي سره په تماس کې دي، باید د روغتیا ساتنې لپاره احتیاط چې هماغه له ماسک، دستکش، محافظتي جامې او د مخ پټول دي، وشي او هغه کسان چې مړي ته غسل ورکوي، باید د مړي مینځلو پر مهال محافظتي جامې او دست کش ولري او مخ یې پټ وي.

د عامې روغتیا وزارت د لارښود پر اساس، وروسته له هغې چې د مړي جسد په داسې وسایلو کې ځای پر ځای شي چې کرونا ویروس ترې نه شي تېرېدلای. باید په امبولانس کې هدیرې ته انتقال شي او د مړي هېڅ خپلوان باید له جسد سره مستقیم تماس ونه لري.

د کرونايي مړو مینځلو لپاره مجهز ځایونه:

عامې روغتیا وزارت په افغان ــ جاپان روغتون کې چې د کرونا ناروغانو تشخیص او درملنې لپاره ځانګړی روغتون دی، د کرونايي مړو مینځلو لپاره ځانګړی ځای جوړ کړې دی.

د پژواک خبریال په دغه روغتون کې د کرونايي مړو مینځلو لپاره ځانګړې برخه وکتله او د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې بیان کړی دی.

په یاد روغتون کې د کرونايي مړو مینځلو لپاره په ځانګړي ځای کې د کانکريټي تخت ترڅنګ د مینځلو اړین توکي (سطل، صابون، کلورین) او نور د ګرمو او سړو اوبو امکانات موجود دي.

کرونايي جسدونه د هغه غسل ورکوونکي له خوا چې په دې برخه کې یې روزنه ترلاسه کړې او تر ځانګړو محافظتي شرایطو لاندې چې پر ټولو شخصي محافظتي وسایلو (PPE) سمبال دی، د روغتون د غسل به خونه کې مینځل کېږي، کفن ورکول کېږي او تابوت کېږي.

په افغان- جاپان روغتون کې کرونايي مړو ته غسل ورکوونکي خواجه اکبرشاه صدیقي پژواک ته وویل، د کرونايي مړو مینځلو او کفن ورکولو په برخه کې یې کافي روزنه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، کرونايي مړو ته د کفن ورکولو په جریان کې غسل ورکوونکی تر ځانګړو سختو محافظتي شرایطو لاندې په ټولو شخصي محافظتي وسایلو (PPE) سمبال وي.

نوموړي وویل، د ښځینه مړو ښځې او د نارینه وو مړي نارینه په اسلامي طریقه مینځي او کفن ورکوي.

صدیقي زیاته کړه، د مړي مینځلو او کفن ورکولو مراسم په اسلامي طریقه ترسره کېږي او وروسته د امبولانس په وسیله د هغه کورنۍ ته سپارل کېږي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې پر کرونا ویروس له اخته کېدو څخه د مخنیوي لپاره باید اجازه ورکړي چې کرونايي مړي په روغتون کې ومینځل شي او کفن ورکړل شي او وروسته یې کورنۍ ته انتقال کړي.

ځينې کورنۍ د کرونايي مړو مینځلو مسوولیت اخلي

د کابل ښار اوسېدونکې ګلالۍ صافۍ پژواک ته وویل، د کرونا ویروس خپرېدو په لومړۍ دوره کې یې په خپلوانو، ګاونډیانو او دوستانو کې څو کرونايي مړي لیدلي چې کورنیو یې د روغتیايي سپارښتونو له په پام کې نیولو پرته مینځلي دي.

هغې زیاته کړه: “زه فکر کوم چې ډېرې کورنۍ د کرونايي مړي مینځلو، کفن ورکولو او خاورو ته سپارلو پر مهال اصلاً موجوده اصول او لارښوونې په پام کې نه نیسي.”

دغه راز د کابل ښار د بنايي سیمې اوسېدونکي محمد نثار وویل: “د کرونا ویروس خپرېدو په لومړۍ دوره کې مې د کاکا زوی د کرونا ناروغۍ له امله مړ شو، خو کورنۍ یې له موږ څخه خبره پټه کړې وه، ما هغه ته غسل ورکړ او وروسته زه او ټوله کورنۍ مې پر کرونا اخته شوو.”

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس په لومړۍ مرحله کې به یې چې د خپلوانو او دوستانو له ډلې هر څوک مړه کېدل، کورنیو به یې غسل او کفن ورکاوه.

دغه راز نوموړي وویل، یادو جسدونو ته غسل ورکوونکو محافظتي جامې، امکانات او نور ضد عفوني مواد نه لرل.

نثار په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې مړي په روغتون کې نه مینځي؟ وویل: “دا بې عزتي ده، د خلکو ترمنځ بې غریته معلومېږو، موږ ته پیغور پاتې کېږي.”

متخصصین: د کرونايي مړي په تکفین او تدفین کې باید روغتیايي سپارښتنې مراعات شي

په افغان ــ جاپان روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل: “ځينې کورنۍ نه خوښوي چې مړو ته یې موږ غسل ورکړو، ان زموږ له خبرېدو پرته خپل مړي له روغتونه انتقالوي، په داسې حال کې چې د مړي مینځلو په برخه کې د تیار شوي لارښود په اړه معلومات نه لري.”

نوموړي د دې ډول کسانو کره شمېر په ډاګه نه کړ.

هغه له کورنیو وغوښتل چې د کرونايي مړو مینځلو په برخه کې بې غوري ونه کړي او روغتیايي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.

په ورته وخت کې د روغتيايي چارو پوه ډاکتر بازمحمد شېرزاد وویل، د کرونايي مړي کورنۍ له خوا دولت ته د مړي د جسد نه ورکولو لامل دا دی چې تر اوسه د کرونايي مړو کفن ورکولو طرحه له مجهول الهویت جسدونو پرته په نورو کرونايي مړو نه ده عملي شوې.

هغه زیاته کړه، که څه هم د کرونا ویروس خپرېدو په پیل کې له خلکو غوښتل شوي وو چې د مړي خاورو ته سپارلو پر مهال باید مراقبت وشي، خو په ټولنه کې موجود سنت او فرهنګ د دغه کار مخه نیولې او خلک یې نه عملي کوي.

د ده په خبره، د کرونايي مړي له مینځلو مخکې او وروسته باید سیمه په بشپړه توګه ضد عفوني شي او غسل ورکوونکي لاسونه پریمینځي او ضد عفوني یې کړي، له جنازې وروسته دې هم دغه کار وکړي څو د کرونا ویروس د انتقال خطر کم شي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري پژواک ته وویل، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال له دې ناروغۍ د موجوده ډار له امله پروسه داسې وه چې د کرونا مړي د کابل ښاروالۍ له خوا خاورو ته سپارل کېدل، خو د دویمې څپې پر مهال د عامه پوهاوي د زیاتېدو په اساس د کرونا مړی له غسل او کفن ورکولو وروسته د هغه کورنۍ ته سپارل کېږي.

هغې زیاته کړه، که کرونايي مړي ته د کفن ورکولو او خارو ته سپارلو پر مهال روغتیايي تدابیر مراعات شي، د مړي کورنۍ ته کومه ستونزه نه جوړېږي.

نوموړې وویل، د کرونا د لومړۍ دورې پر مهال کرونايي مړي په ځانګړو ځایونو کې خاورو ته سپارل کېدل خو اوس معلومه شوه چې که د کرونا مړی هر ځای خاورو ته وسپارل شي، نورو کسانو ته ستونزه نه جوړوي، له همدې امله په عمومي هدیره کې د کرونايي مړو خښولو پر وړاندې کوم خنډ نشته.

مېرمن جعفري د دې په څرګندولو سره چې د کرونا دویمې څپې پر مهال له کرونا د مړه شوي کس تدفین مسوولیت د هغه کورنۍ ته ورپه غاړه شوی، وویل چې کرونايي مړي له تکفین وروسته د هغه کورنۍ ته سپارل کېږي او د کورنۍ له خوا یې خاورو ته سپارل کېږي.

د هغې په وینا، کله چې کرونایي مړی خپلې کورنۍ ته سپارل کېږي، د هغه د تدفین په اړه دې ټول روغتیایي ټکي ورته ویل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا خپرېدو له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۵۵۰۵۹ کسان پر دې ناروغۍ اخته، ۴۷۶۷۹ بېرته رغېدلي او ۲۴۰۴ هغه یې له امله مړه شوي دي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې
مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.