ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوي کال له پیل سره دې ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې روغتیايي ټکي په پام کې ونیول شي

د نوي کال له پیل سره دې ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې روغتیايي ټکي په پام کې ونیول شي

author avatar
16 Feb 2021 - 10:35
د نوي کال له پیل سره دې ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې روغتیايي ټکي په پام کې ونیول شي
author avatar
16 Feb 2021 - 10:35

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۹): روغتیایي کارکوونکي د کرونا پر نوې بڼه د ډېرو ځوانانو او ماشومانو اخته کېدنه د خطر زنګ بولي او له مسوولینو غواړي چې د نوي ښوونیز او تحصیلي کال له پیل سره باید په دغو بنسټونو کې روغتیایي ټکي په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تېر کال د لېندۍ په میاشت کې د چین په اوهان او وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې خپور شو.

د ډاکترانو په وینا، تبه، خستګي او وچ ټوخی، پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو اصلي نښې دي. درد او خستګي، د پزې بندوالی، له پزې د اوبو بهېدل، د ستوني درد یا اسهال هم د دې ناروغۍ نښې دي چې په لومړيو کې لږ وي او په تدریجي ډول سره زیاتېږي.

یو شمېر اخته کسانو ښایي د ناروغۍ یوه دغه نښه هم نه وي تېره کړې او د ناخوښۍ احساس یې نه وي کړی. هغوی وایي، په کووېډ-۱۹ له هرو شاوخوا ۶ اخته کسانو یو تن ډېر ناروغ شوی او له نفس تنګۍ سره مخ شوی دی.

له ناروغانو روغو کسانو ته د کوويډ-۱۹ لېږد امکان لري، دغه ناروغي کولای شي پر کرونا د اخته کس ټوخي له قطراتو او یا د خولې او پزې له لارې د تنفس پر مهال خپره شي او نورو ته هم ورسېږي. دغه ناروغي له اخته کس څخه روغ کس ته د لاس په ورکولو، او ککړو سطحو په لمس کولو سره انتقالېږي.

د کرونا ویروس لومړۍ څپې خپرېدو پر مهال ډېری هغه کسان چې عمر به یې تر ۴۰ کلونو لوړ و، اخته کېدل خو ډاکتران وایي چې د کرونا په نوې بڼې د ځوانانو او ماشومانو اخته کېدل هم ډېر شوي دي.

د داخله ناروغیو همکار پروفیسور او د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د زړه، تنفسي او جدي مراقبت ناروغیو متخصص نبیل پاکطین پژواک ته وویل چې د کرونا په نوې بڼه ناروغۍ ځوانان او ماشومان ډېر اخته کېږي؛ په داسې حال کې چې د کرونا لومړۍ څپه کې بیا د ډېر عمر لرونکي پرې اخته کېدل.

هغه زیاته کړه چې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال، ماشومان او ځوانان د هغوی د بدن لوړ مقاومت له امله لږ پر دې ناروغۍ اخته کېدل او یا یې لږ نښې نښانې درلودې؛ خو په لویانو کې بیا د دې ناروغۍ نښې نښانې ډېرې موجودې وې.

نوموړي وویل، څېړنو ښودلې چې ویروسي بار یا (Viral load) له لویانو او ماشومانو سره یو شان و، خو یو څه وو چې په لویانو کې یې نښې لیدل کېدې؛ خو په ماشومانو کې نه لیدل کېدې.

هغه څرګنده کړه: “نوې څېړنې ښیي، د هغې کورنۍ په پرتله چې مخکې پر کرونا اخته شوي وو، د هغه نوی نسل او ماشومان ډېر ژر پرې اخته کېږي او د ماشومانو دغه اخته کېدل ښایي د ښوونځیو او کورسونو له لارې ډېر وي.”

د هغه په وینا، د کرونا ویروس نوي نسلونه چې په انګلیستان، افریقا او برازیل کې لیدل شوي، شمېر یې ډېر لږ دی او تر دې مهاله له هغوی د شدید اخته کېدو خبر نه دی ورکړل شوی او د مړو شمېر هم لږ دی، خو د تېر کرونایي نسل په پرتله یې په نوي نسل کې خپراوی ډېر زیات دی.

پاکطین په خپلو خبرو کې وویل، سره له دې چې ویل شوي د کرونا نوی نسل، لکه د دغه ویروس تېر نسل ډېر مرګونی نه دی، سر له هغه هم په دې دلیل چې ډېری زیان منونکي کسان نیسي او له پښو یې غورځوي، د پام وړ ده.

هغه د نوي ښوونیز کال او ښوونځیو پيل ته په اشاره د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو له مسوولینو وغوښتل چې روغتیايي ټکي لکه د فاصلې مراعاتول، ماسک تړل او بیا بیا د لاسونو مینځل په جدي ډول په پام کې ونیسي.

په ورته مهال په افغان جاپان روغتون کې د جدي مراقبت برخې یا (ICU) کې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي د دې په څرګندولو سره چې د کرونا دویمې څپې نښو په ناروغانو کې توپیر موندلی، ویې ویل ډېری ناروغانو چې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال به یې روغتون ته مراجعه کوله، لږ نفس تنګي، خو تبه، ټوخی، ستوني درد، زکام او اسهالات به یې ډېر درلودل.

هغه زیاته کړه، خو هغه ناروغان چې د کرونا ناروغۍ دویمې څپې پر مهال روغتون ته مراجعه کوي، ډېری یې نفس تنګي لري.

نوموړي دې ته په ځواب کې چې د کرونا په نوې بڼه ډېری کوم کسان اخته کېږي او ګواښي یې، وویل د کرونا په نوې بڼه د ماشومانو او ځوانانو اخته کېدل هم ډېر شوي دي.

ډاکتر فیضي وویل: “د کرونا دویمه څپه کې مو په ټیټ عمر لرونکو کې دوه پېښې درلودې چې دا د افغانستا لپاره د خطر یو زنګ کېدای شي؛ خو په ټوله کې بیا دویمه څپه تر کنټرول لاندې ده. ”

هغه څرګنده کړه: “د کرونا په لومړۍ څپه کې تر شل کلونو په ډېرو عمر لرونکو کسانو کې مثبتې پېښې موجودې وې؛ خو بستري مو نه درلود؛ خو په دې وروستیو کې له ۱۶ تر ۲۰ کلونو عمر لرونکي کسان هم بستري لرو چې دا د افغاسنتان لپاه د خطر یو زنګ دی.”

نوموړي پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د کرونا دویمه څپه په افغانستان کې تر کنټرول لاندې ده؛ خو ویې ویل چې که خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، دا ناروغي به ډېره خپره شي.

هغه د دې په یادولو سره چې که په راتلونکي ښوونیز کال کې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې روغتیایي سپارښتنو ته پام ونه شي، ښایي ډېری زده کوونکي او محصلین پر کرونا اخته شي، زیاته کړه: “د زده کړو په مرکزونو کې باید روغتیایي سپارښتنې جدي په پام کې ونیول شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال د افغانستان حکومت کابینې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې د حضوري زده کړو د پیل په موخه د پوهنې وزارت طرحه تصویب کړه.

د عامې روغتیا وزارت لارښوونو له مخې، دولتي او خصوصي ښوونځي اړ دي چې د زده کوونکو او استادانو د کرونا مخنیوي لپاره زده کوونکو او معلمانو ته د ماسک له تړلو او دستکش پرته ښوونځي ته دننه کېدو اجازه ورنه کړي او د ښوونخيو په داخل کې هم باید د میکروب ضد مایع چمتو شي څو زده کوونکي او استادان خپل لاسونه ومینځي.

د افغانستان عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو مسوولینو په خبره، دغو دوو وزارتونو ګرځنده ټېمونه جوړ کړي چې د ښوونځیو د فعالیت له جریانه څارنه کوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري مخکې ویلي وو چې د ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره، عامې ورغتیا وزارت پوهنې وزارت ته ځانګړې سپارښتنې سپارلې دي چې ښوونځي کولای شي د دغو سپارښتنو په رعایتولو سره خپل فعالیت پیل کړي.

هغه وویل چې عامې روغتیا وزارت د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو له مسوولینو غواړي چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره باید دغه مرکزونه یادې سپارښتنې په جدي ‌ډول رعایت کړي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله تر اوسه د دې ناروغۍ له امله له ۵۵۴۲۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې، تر ۴۸زره او ۱۳۰ ډېر کسان بېرته رغېدلي او ۲۴۱۹ نور مړه شوي دي خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین پر دې ناروغي د اخته او ترې بېرته روغ شوو او مړو شمېر له رسمي شمېرو ډېر ښیي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.