ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وسله و الو په بریدونو کې ۱۰ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي

د وسله و الو په بریدونو کې ۱۰ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي

author avatar
19 Feb 2021 - 17:55
د وسله و الو په بریدونو کې ۱۰ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي
author avatar
19 Feb 2021 - 17:55

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۹) : د سویلي وزیرستان او بلوچستان په بیلا بیلو بریدونو او چاودنو کې لس تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

امریکا غږ ډیوه راډیو د کب په لومړۍ نیټه د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې تیره شپه د سویلي وزیرستان د سرا روغه سیمې په ډیله مزارۍ کلي کې وسله والو کسانو د ملیشه سرتیرو پر پوستې برید کړی و.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې برید کې پنځه سرتیري وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

خو رسمي سرچینوتر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستانیو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی، ددې ډلې ویاند محمد خراساني ادعا کړې ده،چې په دې برید کې د پاکستان د پوځ ۱۳ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي دغه راز ادعا کړې چې د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې هم پر پوځ برید کې یې تر ۳۰ پورې سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا ځایي رسنیو خبر ورکړی چې پرون د بلوچستان ولایت کې د چاودنې او وسله وال برید په پایله کې پنځه سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په بلوچستان او وزیرستان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

Visits: 787

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.