ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان په بلخ کې د برېښنا لګښت له درکه هر کال میلیونونه افغانۍ ټولوي

طالبان په بلخ کې د برېښنا لګښت له درکه هر کال میلیونونه افغانۍ ټولوي

مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې د بلخ په څلورو ولسواليو کې طالبان هر کال له شلو تر ډېرش ميليونه افغانيو پورې د برېښنا لګښتونو پيسې ټولوي.

چهاربولک، بلخ، چمتال او نهرشاهي د بلخ ولايت هغه ولسوالۍ دي چې طالبان په کې له زرګونو کورنيو د برېښنا لګښتونو پیسې ټولوي.

پژواک خبري اژانس موندلې چې د يادو ولسواليو په علم خېل، بابه يوسف، عبدالرحيمزي، بنګاله، بوکه، مرګين تېپه، کټه خېل، وزير اباد، بورياباف، قرلوق، حسن خېل، ماشک، امرخېل، قلاچه، ډاګو، بر مزيد، خواجه بهاوالدين، خواجه غولک، غونډان، پلاس پوش، هېواد، دهسوار، قل تيمور، يلمان، علي اباد، ينګارغ، سوريان، سکتازان، شرشرک، خان اباد، سکندرخېل، ککړک، بابه درجي، سر اسياب، مير قاسم، سياه ګرد او يو شمېر نورو لويو کليو کې طالبان هرې دوه مياشتې وروسته د برېښنا لګښتونو پيسې ټولوي.

د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر محمد نبي (مستعار نوم) پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دوی په ولسوالۍ کې د برېښنا مصارف د طالبانو له خوا ټولېږي.

هغه زياته کړه، طالبانو د امارت اسلامي په نوم بېلونه چاپ کړي او په هرو دوو مياشتو کې د کورونو مېترونه ګوري او له هغه وروسته د مصرف شوې برېښنا په اندازه پيسې اخلي.

نوموړي په داسې حال کې چې طالبانو ته يې د خپلې مصرف کړې برېښنا د تحويل کړي بېل کاپي پژواک ته ښوده، وويل: “هغه وخت چې زموږ ولسوالۍ کې حکومتي حاکميت و، د برېښنا مصارف به د برېښنا شرکت مامورينو ټولول، ځينو خلکو به په مياشتو مياشتو خپل مصارف نه تحويلول، خو اوس داسې نه ده، طالبان په هرو دوو مياشتو کې يو ځل مېترخواني کوي، خلکو ته بېلونه ورکوي او ټولې کورنۍ پرته له کوم ځنډه د بېل بيه پرې کوي.”

د بلخ ولسوالۍ يوه قومي مشر غلام محمد (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې طالبان يې د ولسوالۍ له لسګونو هغو کليو د برېښنا مصارفو پيسې ټولوي چې تر نفوذ لاندې يې دي.

هغه زياته کړه، ځينې هغه کورنۍ چې د برېښنا لګښت له درکه له برېښنا شرکت څخه ډېرې پوروړې وې، طالبانو يې تر ۷۰ فيصده پورونه ور بښلې دي.

نوموړي وويل: “زموږ په سيمه کې داسې کورونه هم وو چې تر شلو او دېرش زرو پورې د برېښنا شرکت قرضدار وو، کله چې طالبانو دا سيمې ونيوې، نو هغو کورنيو ته يې تر ۷۰ فيصده پورې د برېښنا پورونه معاف کړل، خو شرط یې دا ورته کېښود چې له يادې پرېکړې وروسته به د خپلې مصرف شوې برېښنا بېلونه پر خپل ټاکلي وخت طالبانو ته تحويلوي.”

د هغه په خبره، که هر څوک پر خپل وخت د برېښنا مصارف د طالبانو له خوا ټاکل شوي کمېسيون ته ورنه کړي، د برېښنا لين پرې قطع کېږي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد پژواک ته وويل چې طالبان هر کال په دغه ولايت کې ميليونونه افغانۍ د برېښنا د مصارفو له درکه ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، د برېښنا مصارفو ټولول، له خلکو عُشر او زکات اخيستل او همدا راز له باربري موټرو د ټاکل شوو پيسو ټولول په بلخ کې د طالبانو مهمې مالي سرچينې دي.

نوموړی وايي، حکومت، په ځانګړي ډول برېښنا شرکت معلومات نه لري چې په بلخ کې له څومره کورنيو طالبان څومره د برښنا مصارف ټولوي.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، تر هغه چې په يادو ولسواليو کې دولتي حاکميت پراخ نه شي، د برېښنا لګښت بېلونه به د طالبانو له خوا ټولېږي.

د برېښنا هغه بېلونه چې له مخې يې طالبان د برېښنا مصارف ټولوي او پژواک ته رسېدلي، په کې ټينګار شوی چې خلک دې د خپلو لګښتونو پيسې پر خپل ټاکلي وخت د طالبانو د برېښنا کمېسيون ته وسپاري.

له برېښنا په غير قانوني ډول له استفادې او همدا راز د طالبانو له په جريان کې اچولو پرته د مېتر له نصبولو هم خلک منعه شوي دي.

د بلخ برېښنا شرکت تاييدوي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د برېښنا لګښتونه طالبان ټولوي.

د بلخ برېښنا شرکت رييس انجنير حميدالله حميدي پژواک ته وويل چې د برېښنا شرکت تخميني شمېرو له مخې، په هرو دوو مياشتو کې طالبان په بلخ کې د برېښنا لګښتونو له درکه له ۴ تر ۵ ميليونه افغانۍ ټولوي.

د هغه په خبره، دا چې د بلخ برېښنا وارداتي ده نو دغه مصارف بيا د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو عوايدو بېرته پوره کوي.

نوموړي زياته کړه: “د بلخ برق له ازبکستان او ترکمنستان څخه واردېږي، موږ هر کال له مشترکينو څخه د مصارفو په راټولېدونکو پيسو باندې د برېښنا نوی قرارداد کوو، کومو سيمو کې چې طالبان د برېښنا مصارف ټولوي، د کال اخر کې بيا د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو عوايدو څخه دغه تشه ډکوي.”

هغه وايي، د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي ننګونو له امله د برېښنا شرکت کار کوونکي نه شي کولای چې د برېښنا لګښتونو پيسې راټولې کړي.

د بلخ امنيه قومانداني وايي چې برېښنا شرکت د طالبانو له خوا د برق لګښتونو ټولولو موضوع له دوی سره شريکه کړې ده.

د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات پژواک ته وويل چې د امنيتي ننګونو د له منځه وړو په موخه يې په بلخ، چمتال او چهاربولک ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې نږدې وخت کې به شاوخوا ۲۰۰ تازه دمي امنيتي سرتېري د بلخ او چهاربولک ولسوالۍ مربوطاتو کې ځای پر ځای شي چې يوه موخه يې د طالبانو له خوا د برېښنا مصارفو او عوايدو له ټولولو مخنيوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد راتب محمدي وايي چې د طالبانو له خوا د برېښنا لګښتونو ټولولو پيسې تر هغه زياتې دي چې حکومت يې تاييدوي.

نوموړي پژواک ته وويل، دغه پيسې په فزيکي ډول ټولېږي او د فساد شونتيا په کې زياته ده.

هغه زياتوي: “حکومت په کال کې له ۲۰ تر ۳۰ ميليونه افغانيو تاييدوي؛ خو اصلي موضوع دا ده چې دا ارقام تخميني دي، ډېرې داسې سيمې هم شته چې نه د طالبانو په لاس کې دي او نه هم د حکومت لاس کې، هلته خلک له مېتر او حساب پرته برېښنا مصرفوي.”

د اقتصادي چارو دغه شنونکی وايي چې د وخت په تېرېدو سره به دغه ستونزه پر يوې لويې لانجې بدله شي.

هغه زياته کړه، حکومت مکلف دی هر کال هغو هېوادونو ته د برېښنا د لګښت پيسې په پوره ډول ورکړي چې برېښنا ترې واردوي.

د محمدي په وينا، کله چې لګښتونه د طالبانو له خوا ټولېږي نو ښکاره خبره ده چې زيان به يې دولت، په ځانګړي ډول برېښنا شرکت ته رسېږي.

نوموړی زياتوي چې د افغانستان برېښنا شرکت بايد يادې ستونزې ته يوه ډاډمنه حل لاره پيدا کړي.

بل لور ته تر اوسه طالبانو د دې موضوع د تاييد يا رد په اړه څه نه دي ويلي.

د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې اړه به له سيمې معلومات ترلاسه کړي، وروسته به یې له پژواک سره شريک کړي، خو د څو ورځو په تېرېدو سره يې يو ځل بيا پژواک ته وويل چې تر اوسه يې په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د يادونې ده، له بلخ پرته د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم پژواک ته ويلي چې طالبان د دوى په سيمو کې د برېښنا لګښتونو پيسې ټولوي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 617

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.