ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ملي دسترخوان خوراکي توکي په شاوخوا ۲۰ سلنه لوړه بیه پېرل شوي

بغلان کې د ملي دسترخوان خوراکي توکي په شاوخوا ۲۰ سلنه لوړه بیه پېرل شوي

پلخمري (پژواک، ۷ کب ٩٩): د پژواک څېړنې ښيي چې په بغلان ولایت کې د ملي دسترخوان لپاره د خوراکي او روغتیايي توکو بستې د بازار بیو په پرتله شاوخوا ١،٧ میلیونه افغانۍ ګرانه پېرل شوې دي.

په بغلان کې تر اوسه د ملي دسترخوان پروګرام د پلخمري ښار په ۱۳ شوراګانو، د اندراب ها ده صلاح ولسوالۍ په یوه شورا او د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ۱۴ شوراګانو کې چې ټولې ۲۸ شوراګانې راځي، پلی شوی دی.

د خوراکي او روغتیايي توکو د پېر هغه بېلونه او اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګز، مسعودو، میرزا حکیم او سرک هفت فابریکه کلیو کې توکي له اصلي نرخه په لوړه بیه پېرل شوي دي. په ټوله کې څلور ډوله توکي د دغه پروګرام مسوولینو له خوا پېرل شوي چې د ټولو توکو، په ځانګړې توګه اوړو بیه کې د بازار نرخ په پرتله د پام وړ توپیر لیدل کېږي.

بلخوا حکومتي مسوولین له اصلي بیې په لوړ قيمت د توکو پېردول ردوي خو د شوراګانو رییسانو بل لامل په ګوته کوي.

په پېرنه کې د بیو توپیر

۱ـ ګز کلی

ترلاسه شوي اسناد ښښي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګز کلي کې خوراکي او روغتیايي توکي چې ۴۳ کورنیو ته وېشل شوي، د بازار بیو په پرتله په لوړ قيمت پېرل شوي دي.

په دغه پروګرام چې ۴۹ کیلوګرامه وطني وریجې چې اصلي بیه یې په بازار کې ۱۸۲۰ افغانۍ ده، د ملي دسترخوان په پروګرام کې په ۲۰۳۰ افغانۍ اخیستل شوې دي.

د ۷ کیلوګرام برګه لوبیا بیه په بازار کې ۶۵۰ افغانۍ ده خو د ملي دسترخوان په پروګرام کې په ۷۷۰ افغانۍ اخیستل شوې ده.

د «شیري صابون» په نوم د لاس مینځلو د یو درځن یا شپږو صابونونو بیه په بازار کې ۱۴۰ افغانۍ ده خو د ملي دستراخوان په پروګرام کې په ۲۲۰ افغانۍ پېرل شوی دی.

۲- د مسعودو کلی

په مسعودو کلي کې د اړمنو کسانو لپاره د توکو د پېر شته اسناد ښيي چې یوه بوجۍ قزاقي (کیک چاپ او بچه چاپ) مارک لرونکي اوړه په ۱۹۷۰ افغانۍ پېرل شوي، په داسې حال کې چې د یاد مارک لرونکي قزاقي اوړه په بازار کې په ۱۷۰۰ افغانۍ پېرل کېږي.

د ۷ کیلوګرام برګې لوبیا بیه په بازار کې ۶۵۰ افغانۍ ده خو د ملي دسترخوان په پروګرام کې په ۷۷۰ افغانۍ حساب شوې ده.

د «شیري» په نوم د لاس مینځلو یو درځن صابون (۶ کلچې) بیه په بازار کې ۱۴۰ افغانۍ ده خو د ملي دستراخوان په پروګرام کې په ۳۷۰ افغانۍ حساب شوی او ۶۴ کورنیو ته وېشل شوی دی.

۳ ـ د میرزا حکیم کلی

دغه راز په میرزا حکیم کلي کې یوه بوجۍ قزاقي (کیک چاپ او بچه چاپ) مارک لرونکي اوړه په ۱۸۵۰ افغانۍ پېرل شوي دي، په داسې حال کې چې د یاد مارک لرونکي قزاقي اوړه په بازار کې په ۱۷۰۰ افغانۍ پېرل کېږي.

د «ترافیک او سیلکو» په نومونو د لاس منیځلو د ۱۲ کلچو صابونونو بیه په بازار کې ۲۸۰ افغانۍ ده خو د ملي دستراخوان په پروګرام کې په ۵۵۰ افغانۍ اخیستل شوی او ۹۴ کورنیو ته وېشل شوی دی.

۴- د سرک هفت فابریکه

دغه راز په سرک هفت فابریکه کلي کې یوه بوجۍ قزاقي (کیک چاپ او بچه چاپ) مارک لرونکي اوړه په ۱۷۸۰ افغانۍ پېرل شوي، په داسې حال کې چې د یاد مارک لرونکي قزاقي اوړه په بازار کې په ۱۷۰۰ افغانۍ پېرل کېږي ا و ۱۶۰ کورنیو ته وېشل شوي دي.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۳۶۱ کورنیو ته خوراکي او روغتیايي توکی وېشل شوي، په بازار کې د یادو توکو د اصلي بیو مطابق یې په بیو کې ۱۰۸۳۰۰ افغانۍ توپیر موجود دی.

دې ته په پام چې د ملي دسترخوان په پرواګرام کې هرې کورنۍ ته ۴۰۰۰ افغانۍ ځانګړې شوې خو د مرکزي بغلان ولسوالۍ له څلورو کلیو ترلاسه شوي اسناد ښيي چې په دغه پروګرام کې د وېشل شوو توکو اصلي بیو ته په کتو، هرې کورنۍ ته له ۳۷۰۰ افغانیو په کم ارزښت توکي وېشل شوي دي.

د ولسي تړون شوراګانو رییسان: د نغدو پیسو نه لرلو له امله توکي په لوړه بیه پېرل شوي دي.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ولسي تړون شوراګانو رییسان د ملي دسترخوان په پروګرام کې په لوړه بیه د توکو پېرل مني او اصلي لامل یې د توکو اخیستو لپاره د نغدو پیسو نه موجودیت او د کرونا ناروغۍ له امله په بازار کې د توکو لوړې بیې بولي.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حکیم خان کلي شورا رییس ارباب قاسم په لوړه بیه د توکو پېرلو په تړاو پژواک ته وویل: “دا چې په دغه پروګرام کې د خوراکي توکو پلور په پور و او نغدې پیسې نه وې، په دغو شرایطو کې څوک زړه نه ښه کوي چې موږ ته توکي وسپاري، له همدې امله توکي په لوړه بیه پېرل شوي دي.”

په ورته وخت کې د بالادوري کلي شورا رییس مامور لعل محمد په بازار کې د توکو بیو لوړېدو لامل کرونايي وضعیت وباله او ویې ویل: “کرونایي وضعیت یو هغه لامل و چې په بازار کې د ټولو توکو بیې لوړې شوې، له دې امله په ملي دستراخوان پروګرام کې پېرل شوي توکي د دې شورا له خوا په لږ ګرانه بیه پېرل شوي دي.”

د دغه پروګرام له مرستې برخمن کسان د توکو له بیو نه دي خبر، ځینو یې پژواک ته وویل، د خوراکي توکو مرستې چې اوړه، غوړي، صابون او لوبیا په کې شامل دي، راضي دي.

د کلیو پراختیا رییس: د توکو پېرلو چارو مسوولیت د شوراګانو د رییسانو و.

په بغلان ولایت کې د کلیو پراختیا رییس محمد رسول عرفان د ملي دسترخوان په پروګرام کې د پېرلو توکو د بیو د توپیر په اړه پژواک ته وویل، د کلیو پراختیا ریاست یوازې د اسانچاري مسوولیت درلود.

هغه زیاته کړه، دا چې یاد توکي په کومه بیه پېرل شوي یا د بازار له بیو سره توپیر لري، د شوراګانو د رییسانو کار دی، نه د کلیو پراختیا ریاست.

بلخوا په بغلان کې د ولسي تړون پروګرام ولایتي مدیر انجنیر احمد ضیاء رحیمي وویل، ملي دسترخوان پروګرام په ښه ډول تطبیق شوی او تر اوسه په کې هېڅ ډول فساد نه دی ترسره شوی.

هغه زیاته کړه: “د یوې کورنۍ لپاره د ۴۰۰۰ افغانیو معادل خوراکي توکي به نظر کې نیول شوي، د شوراګانو غړي د یادو پیسو د مصرف حق نه لري او فکر نه کوم چې دوی به په بېلابېلو پلمو یادې پیسې مصرف کړې وي. ”

پایله:

د مرکزي بغلان ولسوالۍ په څلورو کلیو کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي او روغتیايي توکو بستو د پېر اړوند د پژواک ترلاسه کړي اسناد په ډاګه کوي چې د یادو بیو ټولیز توپیر (۱۰۸۳۰۰) افغانۍ دی، هر کله چې د یادې ولسوالۍ په ۲۸ کلیو کې ۵۶۹۶ کورنیو ته د یادو توکو په پېر کې ورته توپیر موجود وي، نو د ملي دسترخوان په پروګرام کې د پېرل شوو خوراکي توکو د بیو ټول توپیر یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ کېږي.

Visits: 383

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.