ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ خونړۍ وه خو د سولې برخه کې ځیني مثبت بدلونونه هم وو

تېره اوونۍ خونړۍ وه خو د سولې برخه کې ځیني مثبت بدلونونه هم وو

author avatar
27 Feb 2021 - 17:13
تېره اوونۍ خونړۍ وه خو د سولې برخه کې ځیني مثبت بدلونونه هم وو
author avatar
27 Feb 2021 - 17:13

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۹): تېره اوونۍ دوحه کې د سولې خبرې له ۳۶ ورځو ځنډ وروسته بیا پیل شوې او په تړاو یې د افغان ولسمشر او طالبانو څرګندونې هم هیله بښونکې وې، خو دغه اوونۍ د تېرې په پرتله د ملکي وګړو لپاره ډېره خونړۍ وه.

په دغې اوونۍ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تړاو د پخوا په پرتله نرمې څرګندونې وکړې او طالبانو خپلو کسانو ته امر وکړ چې بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې ځای ورنه کړي.

دغه راز په دغې اوونۍ کې هېواد کې د سولې لپاره نړیوالې هڅې تر ډېره د پاکستان پر محور راڅرخېدې او د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن، افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره له روان دیپلوماټيک بهيره کلک ملاتړ وکړ.

خو په جګړو ځپلي افغانستان کې په دغې اوونۍ کې هم د تېرې په څېر خونړۍ جګړه روانه وه او نه یواځې د ښکېلو غاړو له پوځي کسانو، بلکې له ملکي وګړو یې هم ژوند واخیست.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله

پژواک خبري اژانس د خپلو او ځینو نورو رسنیو د راپورونو له مخې د تېرې او وړمې اوونۍ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه معلومه کړې ده.

دغه راپورونه ښیي چې تېره اوونۍ (د وړمې جمعې د شپې له ۱۲ بجو د تېرې جمعې د شپې تر ۱۲ بجو) په ۱۲ وسله والو بریدونو کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپیان دي.  دغه بریدونه په لسو ولایتونو کې شوي دي.

تېره اوونۍ له ملکي ۴۹ تنو وژل شویو او ټپیانو څخه ۳۰ تنو ته په چاودنو او ۱۹ تنو ته په هدفي وژنو کې مرګ ژوبله اوښتې او له یادو بریدونو د هېڅ یوه مسوولیت چا نه دى اخيستى.

تر لاسه شوي معلومات ښیي چې په یادو وژل شویو ملکي وګړو کې شپږ لویان نارینه او یو ماشوم او په ټپیانو کې یو سړی، درې ښځې او پنځه ماشومان شامل دي، خو د پاتې ۳۳ نورو وژل شویو او ټپیانو په اړه په دې تړاو معلومات نشته.

د تېرې اوونۍ له یادو بریدونو تر ټولو بوږنوونکي د تېرې جمعې په شپه د یو وژل شوي خبریال (بسم الله عادل ایماق) پر کور د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې وسله وال برید و چې د هغه د کورنۍ درې تنه په کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

خو د پژواک د موندنو له مخې، وړمه اوونی په اووه ولایتونو کې په ۱۳ بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان وو.

له دغو بریدونو یو په بلخ، یو په هرات، درې په ننګرهار، یو په کاپیسا، درې په کابل، یو په هلمند او درې په کندهار کې وو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اوونۍ د دولتي ځواکونو په بریدونو کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور تپیان دي. هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې په یادو بریدونو کې د کندهار په پنجوایي کې یو شمېر ماشومان ټپیان شوي هم دي.

مجاهد نه دي ویلي چې تېره اوونۍ د طالبانو په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه، خو وایي چې یادو ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ په موتیو کلي، د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ پنځایي سیمه، د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ په افغانیه درې او پچغان سیمه کې، د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ ناورډاګیانو سیمه کې، د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په ناني کلي، د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په نغلو سیمه کې او د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات او ناخوني سیمو کې اوښتې ده.

د ملی امنیت شورا له ویاند رحمت الله اندړ څخه مو یو ځل د روانې کب میاشتې په شپږمه او بیا نن (د کب نهمه) وغوښتل چې د تېرې اوونۍ د جګړو او له امله یې د مرګ ژوبلې په تېره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات راکړي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

په جګړو کې ښکېلو غاړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه تر لاسه کیږي.

دوحه کې څه روان دي؟

له جګړې سره جوخت د سولې لپاره هم هڅې روانې دي.

دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې، په دې تړاو د افغانستان د دولت او طالبانو نورې کړنې او په نړیواله کچه افغانستان کې د سولې لپاره هڅې؛ هغه څه دي چې جګړوځپلي افغانان یې خپل هېواد کې د سولې د ټینګښت په موخه د بریا تمه لري.

پژواک په دې اړه د اوونیزو راپورونو لړۍ پیل کړې تر څو خلک په هېواد کې د جګړې تر څنګ د سولې له بهیر څخه هم خبر شي.

تېره اوونۍ له جګړو ستړو افغانانو لپاره ښه خبر دا و چې دوحه کې له څه باندې یوه میاشت ځنډ وروسته د افغانانو تر منځ د سولې خبرو دویم پړاو ناستې بیا پیل شوې.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د تېر کال د کب په لسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو.

تر دې وروسته د روان (۱۳۹۹) کال د وږي په ۲۲مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې. د دغو خبرو په لومړي شاوخوا درې میاشتني پړاو کې یوازې د خبرو پر تګلاره هوکړه وشوه او د پلاویو له شاوخوا شل ورځې رخصت وروسته د خبرو دویم پړاو د روان کال د مرغومي په ۱۷مه پیل شو، خو مذاکره کوونکو پلاویو له دوو ناستو وروسته د ناڅرګندو دلایلو له مخې ۳۶ ورځې ناستې ونه کړې.

په دې برخه کې د تېرې اوونۍ مهم کار دا و چې دواړو لوریو د کب په څلورمه بیا ناسته وکړه او دا مهال یې ټاکل شوې ډلې د سولې خبرو پر اجنډا کار کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم او د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې مذاکره کوونکی پلاوي د  کب په څلورمه وویل چې د بين الافغاني خبرو د دواړو پلاویو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ «په ښه فضاء كې» ناسته تر سره شوه.

دواړو لوریو ویلي وو چې په دې غونډه کې د خبرو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر دې یوه ورځ وړاندې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

د خبرو پر ځنډ ځینو سیاستوالو، ګوندونو او مدني ټولنو نیوکې کولې او ځینو د دغه ځنډ پړه پر طالبانو اچوله او ویل یې چې روسیې، ایران او ترکمنستان ته د طالبانو د سولې پلاوي د غړیو سفرونه په خبرو کې د ځنډ لامل شوي دي، خو طالبانو ویل چې د سولې خبرو ته ژمن دي.

د سولې په تړاو د دولت کړنې او څرګندونې

تېره اوونۍ، ځینو لوړپوړو دولتي چارواکو د سولې په تړاو اندېښنې راولاړوونکې څرګندونې وکړې، خو ولسمشر غني د سولې لپاره شرایط هیله بښوونکي وبلل. دغه راز کابل کې د سولې لپاره د ملي اجماع د پیاوړتیا کنفرانس جوړول او پاکستان ته د پلاوي استول هم په دغې اوونۍ کې د دولت له خوا د سولې لپاره هڅې وي.

ولسمشر محمد اشرف غني – چې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۹مه یې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه کار پیل کړی،  مخکې یې څو ځله ویلي و چې افغانستان کې د واک لیږد باید له قانون سره سم د ټاکنو له لارې وشي.

د غني پر دغو څرګندونو ځینې کسانو نیوکې کولې او ویل یې چې هغه په داسې حال کې غواړي خپله د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، چې د سولې لپاره قربانۍ ته اړتیا ده او باید موقت حکومت رامنځته شي.

خو هغه له بي بي سي سره مرکه کې چې د روان کال د کب په څلورمه خپره شوې، ویلي چې له واک سره لېوالتیا نه لري، د سولې بهیر لپاره ‘فرصت’ شته او شرایط هم هیله بښونکي دي.

ده ویلي چې د ولسمشرۍ تر پنځه کلنې دورې یې سولې ته ډېر اهمیت ورکړی او “راتلونکې به د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل کېږي، نه د هغه چا په لاس چې د مېز شا ته ناست وي او خوبونه ویني.”

خو هغه د کب په دویمه دا هم ویلي و چې د ده په ژوند به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.

تېره اوونۍ د سولې لپاره بله هڅه دا وه چې د پاکستان په چارو کې د افغانستان استازی محمد عمر داوودزی د کب په شپږمه د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ او هلته یې له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره افغانستان کې د جګړې او سولې خبرې وکړې.

داوودزي تر دغه دوه ورځني سفر وروسته بي بي سي ته ویلي چې د افغان سولې بهیر او په دې هېواد کې د جګړې د ختمېدو په تړاو د پاکستان چلند ګام په ګام مثبتې خوا ته روان دی او تر پخوا ښه شوی دی.‌

داوودزي تر سفر مخکې ویلي و، چې په دغه سفر کې به له پاکستاني لوري وغواړي چې طالبان لنډمهاله اوربند ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تېرې اوونۍ په پیل کې وویل چې، د پاکستان له ملاتړ پرته به طالبان د یوه وسله وال بهیر په توګه د شپږو میاشتو لپاره د ژوندي پاتې کېدو توان ونه لري.

د صالح په خبره، پاکستان لومړی د اذهانو تحریف لپاره د سولې خبرې کوي او د سولې روایت پُررنګه ښکاروي، خو بله خوا له طالبانو د پاکستان د تسلیحاتي، تدارکاتي، روغتیايي، ښوونیز او نظامي ملاتړ د کمېدو هېڅ نښې نه ښکاري.

پاکستان پخوا دغه ډول څرګندونې رد کړې دي.

د سولې لپاره د اجماع پیاوړي کېدو هڅې:

ولسمشر غني تېره اوونۍ د سولې مسایلو او په تړاو یې د ملي اجماع په اړه د جمهوري ریاست پخواني مرستیال او د جمعیت اسلامي ګوند مخکښ غړي محمدیونس قانوني او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمدکریم خلیلي سره وکتل.

دغه راز د کب په پنځمه کابل کې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیاسي اجماع پیاوړي کولو درېیمه ناسته جوړه شوه.

په دغه ناسته کې د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر او ځینو غړو، د ملي مصالحې عالي شورا مشر او د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره سیمه‌ ييزه اجماع مهمه وبلله، د تاوتریخوالي دوام یې اندېښمنوونکی وباله او پر درېدو یې ټينګار وکړ.

خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کب په دویمه وویل، د طالبانو رهبري نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي. د هغه په خبره، د افغانستان حکومت د سولې خبرو او اوربند ته ژمن دی، طالبان دې هم جګړه ودروي او نور دې خلک نه ځوروي.

د افغانستان ملي امنیت شورا د کب په درېیمه وویل چې د امريکایانو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې ځکه اغېزمن نه دی چې په اړه یې له افغان حکومت سره اړینې مشورې نه دي شوي.

د سولې په تړاو د طالبانو کړنې او څرګندونې

تېره اوونۍ یو داسې خبر هم خپور شو چې د طالبانو نظامي کمېسیون، په ټولو ولایتونو کې طالبانو ته امر کړی چې بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې ځای ورنه کړي.

د طلوع نیوز په خبر کې راغلي چې د یاد کمېسیون د دغې پرېکړې کاپی یې تر لاسه کړې او په کې راغلي چې هغه ولایتي طالب چارواکي به له دندو لرې، تشکیلات به یې منحل او د سزا ورکولو لپاره به نظامي کمېسیون ته معرفي شي چې له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي.

د طالبانو ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د دوحې تړون کې راغلي چې طالبان به هغه اقدامات تر سره کوي چې د القاعدې په ګډون د هرې هغې ډلې او شخص مخنیوی وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د نظارتي ډلې یوغږي کوونکي ادموند فیتون براون وړمه اوونۍ ویلي و چې طالبانو له القاعدې ډلې سره اړیکه نه ده پرې کړې. خو طالبانو تر دې مخکې له بهرنیو جنګیالیو سره د هغوی هر ډول اړیکې لرل رد کړي دي.

تېره اوونۍ د سولې په اړه په نړیواله کچه څه روان و؟

تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو افغانستان کې د جګړې ختمولو له دېپلوماټیک بهیر نه ملاتړ وکړ او په نړیواله کچه افغانستان کې د سولې لپاره دیپلوماټیکې هڅې له پاکستاني چارواکو سره پر خبرو متمرکزې وي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د تېرې اوونۍ په پیل کې د مونيخ امنيتي کنفرانس ته وویل چې حکومت يې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره له روان دیپلوماټيک بهيره په کلکه ملاتړ کوي.

خو ده زیاته کړې وه: «موږ بايد  دا ډاډ ترلاسه کړو چې له افغانستانه بيا هېڅکله د امريکا متحده ايالتونو د ګټو او متحدینو پر وړاندې یې د ترهګريز بريد زمينه نه برابرېږي.»

هغه د افغانستان په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر هغه دوه ورځې مخکې د ناټو د دفاع وزيرانو په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان نه کړه، خو د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ ژمنه يې تکرار کړه.

دغه راز د کب په پنځمه د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي القحطاني د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه او نورو لوړو پوړو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې او باجوه ډاډ ورکړ چې هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکوي.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ قوماندان هم د کب په دویمه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي او دواړو پوځي مشرانو د افغان شخړې پر سياسي هواري ټينګار کړى.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان سولې په تړاو دیپلوماټیکي هڅې ګړندۍ شوې دي.

مخکې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال میکنزي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړي استازي ضمیر کابلوف هم د افغانستان د سولې په تړاو له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کړې وې.

پایله او غورچاڼ:

جګړه لا هم روانه ده، د خلکو ژوند ګواښي او تر اوسه د اوربند په اړه د جګړوځپلو افغانانو هیله نه ده پوره شوې، خو تېره اوونۍ ځکه یو ځل بیا خلکو ته د سولې په لور د ګام اخیستو تمه پیدا شوه، چې په نړیواله کچه د سولې لپاره د هڅو تر څنګ، دوحه کې د سولې په ټپه درېدلې خبرې بیا پیل شوې، ولسمشر غني د سولې په تړاو د پخوا په پرتله هیله بښونکې څرګندونې وکړې او طالبانو هم د دوحې تړون د پلي کولو په موخه خپلو کسانو ته امر وکړ چې بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې ځای ورنه کړي.

دغه راز د امریکا متحده ایالتونو په داسې حال کې د جګړې ختمولو له ېپلوماټیک بهیر نه ملاتړ وکړ چې دا مهال د دوحې تړون د امریکا د نوي حکومت تر ارزونې لاندې دی.

Visits: 207

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.