ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ یوه لوبغاړي پلار: لوی ارمان مې په ملي لوبډله کې د زوی لیدل دي

د کرکټ یوه لوبغاړي پلار: لوی ارمان مې په ملي لوبډله کې د زوی لیدل دي

author avatar
7 Mar 2021 - 13:19
د کرکټ یوه لوبغاړي پلار: لوی ارمان مې په ملي لوبډله کې د زوی لیدل دي
author avatar
7 Mar 2021 - 13:19

خوست ښار (پژواک، ۱۷ کب ۹۹): د کرکټ د يوه لوبغاړي افسرالله چې تازه یې ولايتي لوبډلې ته لاره موندلې، پلار وايي: ((زوې مې هېڅوک نه پېژندل او نه يې هم واسطه لرله، خو بله ورځ خبر شو، چې پخپلې وړتيا ددويمې د لومړۍ درجې ولايتي سياليو لوبډلې ته لاره موندلې ده..))

د خوست د مرکز اړوند د شمل فارم باغ اوسېدونکی ۱۸ کلن افسرالله د وزير محمد اکبر خان د دويمې درجې ولايتي سياليو ˮګريډ ټو‟ لوبو له لارې لومړۍ درجه ولايتي ˮګرېډ ون‟ لوبو ته لار پيدا کړې ده.

د کرکټ دا پنځوس اوريزې سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د روان کال د فبرورۍ مياشتې په ۱۸مه نېټه په څلورو ګروپونو کې د ۱۶ ولايتونو ترمنځ په ننګرهار او خوست کې پيل او د مارچ په ۲مه پای ته ورسېدې.

افسرالله پژواک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې دى توپ وهونکى دى او په يادو لوبو کې يې ښه توپوهنه وکړه، همدا لامل شو چې بې له کومې واسطې د کرکټ بورډ له خوا لومړۍ درجه ولايتي لوبو ته انتخاب شو.

هغه زياته کړه: ((شپږ کاله کېږي کرکټ کوم، دا مې هېڅ په فکر کې هم نه و چې د لومړۍ درجه ولايتي سياليو ته لار پيدا کړم.))

د نوموړي په وينا، دا هر څه د هغو مثبتو بدلونونو پايله ده چې په مرکزي او ولايتي کچه کې د کرکټ په برخه کې رامنځته شوي.

دی زياتوي: ((کوم هلکان چې د خوست څخه د ګريډ ون لوبو لپاره انتخاب شوي، ټول په خپل لياقت او وړتيا راغلي او ټول ښه لوبغاړي دي. کرکټ بورډ نوو ځوانو لوبغاړو ته توجه زياته کړې؛ په تېرو وختونو کې نوو لوبغاړو ته دومره پاملرنه نه کېده.))

افسرالله وويل، له کرکټ سره د زياتې مينې له امله ترې ښوونځی په اووم ټولګي پاتې شو او هيله يې دا ده چې په راتلونکي کې په ملي لوبډله کې ولوبېږي، څو له دې لارې هېواد ته خدمت وکړي.

هغه وايي: ((اوس وخت کې هر څوک کرکټ ته په خپل لياقت راځي؛ راتلونکي کې مې پلان دا دی چې زه نور هم مخکې لاړ شم، په سياليو کې د لوبېدو چانس راکړي، څو د خپل افغانستان لپاره ولوبېږم، دا مې هيله ده.))

افسرالله وويل، که څه هم دی په خپلې خوارۍ تر دې ځايه را رسېدلی، خو زياتوي چې په دې برخه کې يې د خپلې کورنۍ، په ځانګړي ډول د وروڼو او پلار تشويق او ملاتړ هم د پام وړ دی.

د هغه مشر ورور نورمحمد هم په کرکټ بورډ کې وروستيو بدلونونو ته چې په ترڅ کې يې نوو ځوانو لوبغاړو ته پاملرنه ډېره شوې، خوښ دی او وايي په دې سره به د هغو لوبغاړو هيلې را ژوندی شي چې مخکې له پامه غورځول شوي وو.

ده پژواک ته وويل: ((افسرالله هغه څوک و چې نه يې واسطه لرله او نه يې پيسه لرله، هغه لوبغاړي چې حق يې وو او چا يې د حق پوښتنه نه کوله، خو نن ورته خپل حق ورکړل شو، موږ به دوعا ورته کوو او انشاالله چې دا ډول پرېکړې وي، د افغانستان کرکټ به ډېر په مخ روان وي، شاته به نه راځي.))

د افسرالله سپين ږيری پلار عبدالله خان که څه هم په کرکت نه پوهېږي، خو وايي، د داسې يوې ورځې په تمه دی چې خپل زوی له نورو لوبغاړو سره يو ځای د ټلوېزيون په پرده وګوري او د افغانستان لپاره د کرکټ لوبه کوي.

ده پژواک ته وويل: ((زما ارمان به هلته پوره شي چې زه افسرخان په ملي ټېم کې ووينم، که بيا مړ شم هم، مړ نه يم. ډېر له وړوکوالي له ده سره همدا توپ او لرګی په لاس کې و.))

هغه زياته کړه، چې هېڅوک يې نه پېژندل او نه يې هم واسطه لرله، خو بله ورځ خبر شول، چې زوى يې پخپلې وړتيا ددويمې د لومړۍ درجې ولايتي سياليو لوبډلې ته لاره موندلې ده.

په همدې حال کې د خوست کرکټ ولايتي مسوولين په ياده برخه کې د شفافيت ډاډ ورکوي او وايي، هر هغه لوبغاړی چې وړتيا او استعداد ولري، په ولايتي او د کرکټ په نورو سياليو کې به د لوبېدو چانس ورکول کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى وايي چې ولايتي او ملي لوبډلو ته لوبغاړي په خپلو وړتياوو راځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د هېچا او د هېڅ لوبغاړي حق نه خوړل کېږي، هر چا چې په لوبو کې خپله وړتيا ثابته کړه، ورته د مخکې تګ چانس ورکول کېږي.

احمدزى وايي چې د نوي سيستم له مخې، په کورنيو سياليو کې د ټولو لوبغاړو د لوبو څرنګوالی ثبتېږي او د هغه له مخې ورته په لوړو لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، پخوا د افغان لوبغاړو د لوبو په اړه معلوماتو له نړيوالو کرکټ سايټونو اخيستل کېدل، خو اوس د افغانستان کرکټ بورډ په خپله ويب پاڼه کې دا ټول معلومات خوندي کوي او د همدې له مخې د لوبغاړو وړتيا معلوموي.

ده زياته کړه، هر لوبغاړى که په دې برخه کې شکايت لري، نو ادارې ته دې له اسنادو سره مراجعه وکړي، شکايت ته يې رسېدنه کېږي.

Visits: 892

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.